Homeخبرونهپه افغانستان کې ۲۴ میلیونه سیمکارتونه ثبت شوي دي

په افغانستان کې ۲۴ میلیونه سیمکارتونه ثبت شوي دي

تاند(جمعه، د سلواغې/ دلوې ۳ مه)  د مخابراتو وزارت وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه سیم‌کارتونه ثبت شوي دي.

د مخابراتو وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی نن (جمعه) وویل، دا مهال په افغانستان کې ټولټال ۲۶ میلیونه سیم‌کارتونه فعال دي.

عنایت‌الله الکوزي د دغو شمېرو په پرتله کولو سره وویل چې له ۹۰ سلنې څخه زیات سیم‌کارتونه په افغانستان کې قانوني دي.

نوموړي ملي تلویزیون ته وویل چې د سیم‌کارتونو د ثبت بهیر لا هم روان دی.

د هغه په وینا، د سیم‌کارتونو ثبت د طالبانو د مخابراتو وزارت او د اترا ادارې له لوري مخابراتي شبکو ته د ورکړل شویو طرزالعملونو پر بنسټ ترسره کېږي.

دغه طالب چارواکي وویل چې مخابراتي شرکتونه مکلف دي چې سیم‌کارتونه د خلکو د برېښنایي تذکرو پر بنسټ ثبت کړي.

له ډیرو کلونو راهیسي په دې تاکید کېده چې باید ټول سیمکارتونه ثبت شي ځکه چې د سیمکارتونو ثبت د امنیتي پېښو له مخنیوي سره مرسته کوي.

1 COMMENT

  1. نو په دې حساب ځینې کسان دوه دوه سیم کارتونه هم لري. ځکه چې ۱۷ نیم میلیونه وګړو ته تذکرې ویشل شوي دي. یعني کابو لس میلیونه وګړې یا دوه سیم کارتونه لري یا دا چې لا هم غیر قانوني سیمکارتونه کاروي. دا چې ۹۰ سلنه قانوني سیم کارتونه فعال دی.
    نو اوس سوال دادی چې ایا دا لس سلنه سیمکارتونه خو به په خپله چارواکې او امنیتې ادارې نه کاروي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...