شنبه, جنوري 18, 2025
Homeخبرونهشهزاد آریوبي: د نجونو پر زده کړو بندیز د افغانستان راتلونکی له...

شهزاد آریوبي: د نجونو پر زده کړو بندیز د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کوي

تاند (پنجشنبه/د قوس ۱۵مه) — په پراګ کې د افغانستان سفیر شهزاد آریوبي وایي، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیزونو له امله په میلیونونو نجونې له زده کړو څخه محرومې شوي دي.

آریوبي په خپله فیسبوکپاڼه خپره کړې یوه لیکنه کې دغه ډول اقدامات خطرناک بللي او ویلي یې دي چې دا ډول ګامونه ټولنه کمزورې کوي او د راتلونکیو نسلونو لپاره ګڼې ستونزې جوړوي.

شهزاد آریوبي چې د جمهوریت له وخت نه په پراګ کې د افغانستان د سفیر په توګه کار کوي، ښوونه او روزنه د ښځو او سړیو په شمول د ټولو انسانانو حق بللی او ویلي یې دي چې له زده کړو څخه محرومیت د نجونو پر ذهني او فردي وده ناوړه اغېز کوي.

ښاغلي آریوبي په خپله لیکنه کې د داسې یوې څېړنې یاده هم کړې چې وایي، هر تعلیمي او تحصیلي کال د راتلونکي ۲۰٪ عاید تامینوي خو له بده مرغه چې افغانستان له دغې بالقوه ګټې څخه بې برخې کېږي.

په پراګ کې د افغانستان سفیر د طالبانو حکومت ته د مشورې په دود ویلي، چې لا هم پر دې پالیسیو د بیاکتنې لپاره ناوخته نه دی، او ویلي یې دي چې د نجونو لپاره د ټولو تعلیمي مرکزونو پرانیستل نه یوازې دیني او اخلاقي مسؤلیت دی، بلکې د افغانستان د اوږدمهالې بیارغونې او پراختیا لپاره اساسي اړتیا هم ده.

شنونکي وایي چې د ۱۴۰۰ لمریز د زمري په میاشت کې په افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمنېدلو راهیسې د ملي بیرغ، اساسي قانون، انتخاباتو، لویې جرګې، رسنیو په شمول ګڼ شمېر ارزښتونه یو په بل پسې له لاسه ووتل، خو د نجونو په تعلیم او تحصیل بندیزونو تر ټولو ډېر د افغانستان نیمایي وګړي د پوهې له الهي نعمت څخه بې برخې کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب