اندیښمن ځاځی
که څه هم په نړۍ کې د اقتصادي پرمختیا لپاره څرګند او مشخص تعریف د دې لپاره هم ستونزمن کار وي چې د نړۍ بېلابېلو اقتصادپوهانو د پرمختیا کلیمه په بېلابېلو وختونو کې په بېلابېلو ډولونو تحریف کړې ده، په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کالونو کې د یوه هېواد لپاره اقتصادي پرمختیا د هغه هېواد د نفوسو په اندازه د دولتي عوایدو تر لاسه کولو ته ویل کېدل، په دې معنا،هر هغه هېواد، چې د نفوسو فردي عواید به یې د زیاتېدو په لور روان دی، پرمختیایي یا مخ په وده هېواد بلل کېده، خو په ۱۹۹۰ زیزدیزو کالونو راهیسې بیا دا فرامټونه یا بدل شول او یا هم له منځه ولاړل چې تر ډېره یې په نړۍ کې اقتصادي انحصار او ګډوډي، اقتصادي نا انډولتوب او د ګډې اقتصادي ودې روحیه له منځه یوړه، او په دې ترتیب نړۍ په دریو برخو ووېشل شوه.
۱ – پرمختللی هیوادونه ( Developed Countries)
۲ – پرمختیایی یا مخ پر ودې هیوادونه Underdeveloped or Developing Countries(UDCs))
۳ – وروسته پاتې هیوادونه (Non Developed Countries)
د پورتني ترتیب له مخې یې وروسته پاتې هېوادونو ته د درېیمې نړۍ خطاب هم کاوه.له دې فرصته ځینو هېوادونو ناوړه ګټه هم پورته کړه او کوښښ یې وکړ چې د نړۍ اقتصاد او اقتصادي پرمختګونه د خپلو موخو او ځپلو ګټو لپاره وکاروي او وکولی شي چې نړېوال تجارت او سوداګرۍ یوازې ځانته ځانګړې کړي او په خپل انحصار کې یې وساتي ، څو د پیاوړو هېوادونو اقتصاد لا پیاوړې شي او د کمزورو هېوادونو او که په بله معنا ووایو، د وروسته پاتې هېوادونو اقتصادي وضیعت نور هم پسې خراب شي، د نړۍ د ځینو هېوادونو دې ځان غوښتنې او نا انډوله اقتصاد په نړۍ او په تېره بیا د وروسته پاتې هېوادونو تر منځ یو څه ویښتیا او بېداري را پیدا کړه . دوی یې د خپلې بیوزلۍ، لوږې، بې سوادۍ او د ژوندانه ټیټ معیار ته متوجه کړل او په دې فکر کې شول چې د اقتصادي پرمختیا په لټه کې شي او له داسې هېوادونو سره ملګري شي پیاوړي وي او د دې توان ولري چې له ځان سره ځیني نور وروسته پاتې هېوادونه هم د نا انډول سوداګریز ګرداب نه را وباسي.
په دغه لیکنه کې به د همدې موخې لپاره جوړ شوي د سراسري جنوب یا د پرمختیایي هېوادونو د ګډې سمسورتیا فورم او د دغه فورم موخو او کړنو ته لنډه کتنه وکړو.
د سراسري جنوب یا پرمختیایي هېوادونو ګډ پرمختګ هڅونې فورم څنګه رامنځته شو؟
په نړۍ کې ډیری سیاسي او پوځي کړکیچونه له اقتصادي کړکیچونو او نا انډولیو سرچینه اخلي .لکه څنګه چې مو وړاندې هم وویل له ۱۹۹۰م کال را وروسته نړۍ له دې اقتصادي نا انډولۍ سره مخ وه چې تر ډېره یې په ځینو بې وزلو او وروسته پاتې هېوادونو بدې او ناوړې اغیزې هم درلودې .له دغو نا انډولیو او ناوړه اقتصادي کړکیچونو نه د خلاصون په موخه د ګډ پرمختګ او انډولیزې سوداګریزې سمسورتیا روحیه را منځته شوه او په دې توګه په نړۍ کې د ګډ پرمختګ او ګډې سمسورتیا په موخه بېلابېل فورمونه رامنځته شول چې د سراسري جنوب یا د پرمختیایي هېوادونو د ګډ پرمختګ د هڅونې فورم یې یوه ښه بېلګه بللی شو .د سراسري جنوب یا د پرمختیایي هېوادونو ګډ پرمختګ د هڅونې فورم داسې یو فورم دی چې د نويو سمسورو بازاري او پرمختيايي هېوادونو استازيتوب کوي، چې د سیمې ، نړۍ او په ځانګړي ډول د سراسري جنوب هېوادونو کې د امنیت د ټینګښت، اقتصادي ودې او ګډې سمسورتیا لپاره لارې هواروي.په یاد فورم کې د چین او بریکس هېوادونو په ګډون شاوخوا د سلو مخ پر ودې او پرمختللیو هېوادونو استازي، ګڼ کلتوري بنستونه، د چین او نورو هېوادونو د پوهنتونونو استازي او د فکري مرکزونه استازي ګډون لري. د سراسري جنوب هېوادونو د ګډ پرمختګ د هڅونې فورم یوه موخه دا ده چې د ټولو انسانانو لپاره عدالت او مساوات را منځته کړي او د بادارۍ حاکمیت له منځه یوسي او په دې توګه د نړۍ لپاره داسې یو راتلوونکی وټاکي چې بنسټ یې انډول ، ګډ پرمختګ او ګډه مساوي سمسورتیا ووسي.
د سراسري جنوب د ګډ پرمختګ لپاره د چین ژمتیا
چین یو له هغو هېوادونو دی چې په نړۍ او په تېره بیا د سراسري جنوب هېوادونو لپاره د عادلانه او اڼدولیز پرمختګ د نظریې پلوي کوي او له دې لارې کوښښ کوي، چین د دغه عادلانه نړېوال فورمول د پلې کېدو لپاره ډېرې هڅې کړي او په نړۍ کې یې د ګډ پرمختګ په موخه ډېرې ګټورې نظریې، پالیسۍ او وړاندیزونه وړاندې کړي دي ، چې ښه بېلګه یې د کمربند او لارې ګډه ابادي، د ورخلاصون پالیسي تر څنګ نورې پرانیستې اقتصادي طرحې بللی شو. چین د پورته یادو شویو طرحو له لارې د نړۍ د سولې، ګډ پرمختګ او د بشریت د هوساینې لپاره د پام وړ خدمتونه تر سره کړي، چې په سیمه کې د ګډې اقتصادې ودې لامل ګرځیدلی دی. چين د نړۍ په کچه تر ټولو د لوی پرمختيايي هېواد په توګه تل د سراسري جنوب هېوادونو يو ټينګ غړی بلل شوی دی، چې په پوره ژمنتیا او رښتینولی سره د سراسري جنوب هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره هڅونه کوي او د نړۍ د انسانانو په وړاندې د شته ننګونو پر وړاندې مبارزه کوي.
چین د سراسري جنوب یا پرمختیایي هېوادنو د ګډې هڅونې په موخه شاوخوا ۲۰ ميليارډو ډالره لګولي او شاوخوا ۱۱۰۰ پروژې یې پلې کړي دي، چې د چین دغو چارو او کړنو ته په کتو څه دپاسه ۸۰ هېوادونو د پرمختګ په نړېوال وړاندیز کې شامل شوي دي. چین د دې سربیره د نړۍ د تمدنونو د ګډ پرمختګ نظریه هم وړاندې کړې چې د دغه وړاندیز له مخې یې په نړۍ او د نړۍ په تمدونونو کې د ګډ پرمختګ روحیه پیاوړې کړې ده.
د سراسري جنوب هېوادونو ګډ پرمختګ هڅونې له لارې په سیمه کې د امن لپاره د چین هڅې:
د سراسري جنوب یا پرمختیایي هېوادونو ګډ پرمختګ هڅونې په ټولیز ډول سمسورتيا، هوساينې، ګډ امنيت او خونديتوب رامنځته کولو لپاره کار کوي. د سراسري جنوب هېوادونو یا پرمختیايي هېوادونو د ګډ پرمختګ فورم چې د برېکس هېوادونه یې هم غړیتوب لري، کوښښ کوي چې د اوکراين کړکېچ، د غزې په تړانګې کې د اوربند، په لبنان کې د جګړې د پراخېدو د مخنيوي په شمول د بېلا بېلو سیمه ایزو جګړو او نښتو د ختمېدو او په سیمه کې د سولې د حاکمېدو لپاره سره یو ځای شي او یو پیاوړې دریځ خپل کړي.
همدې موخې ته د رسېدو لپاره د چین د دولت مشر شي جین پینګ د” برېکس +“ د مشرانو په ناسته کې یوه مهمه ونیا وکړه چې د دغې وینا منځپانګه پر نړيوالې سولې، ګډ پرمختګ، د تمدنونو پر هوساینې او ودې را څرخېده. د شي جين پينګ دا وینا د برېکس هېوادونو د مشرانو له خوا له پراخ ملاتړ سره مخ شوه او دا نظریه یې د برېکس او د سراسري جنوب هېوادونو د ګډ برمختګ د فورم اصلي موخه وبلله. د چین د دولت رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې پر نړیوالې سولې د ټينګار تر څنګ د ګډ امنيت رامنځته کولو، د پرمختګ د هڅونې، د عادي سمسورتيا، د تمدنونو د ګډې پراختيا او قطبيزې هوساينې په هکله په دریو مادو کې یوه مهمه نظریه وړاندې کړه او د دغې نظریې د عملي کېدو لپاره یې لارې چارې هم شریکې کړې او د سراسري جنوب هېوادونو د پرمختګ لپاره یې د چين يو لړ تدبيرونه اعلان کړل. چين اوس مهال د برېکس له نورو غړو هېوادونو سره يو ځای د نړيوال نظام د عادلانه کېدو لپاره هڅې پیل کړي، څو وکولی شي په نړۍ کې یو عادلانه او انډول اقتصادي ، سیاسي او ټولنیز نظام رامنځته کړي. رئیس شي جین پینګ په خپله وینا کې ویلي چي چين به د برېکس هېوادونو سره په ګډه کوښښ کوي چې د سراسري جنوب هېوادونو ته د پرمختک په بهیر کې لا زياتې مرستې برابرې کړي او د چين په لارښوونه به برېکس هېوادونه د څو قطبيز کېدو مهم ځواک وګرځي. چین همدا راز ګډ امنيت او خونديتوب د سراسري جنوب هېوادونو او د نړۍ لپاره یو مهم اړتیا وبلله. رئیس شي جین پينګ د برېکس له غړو هېوادونو وغوښتل چې د سراسري جنوب هېوادونو د امنيت ساتلو لپاره دې کوټلي او ګټور ګامونه پورته کړي، د امنيت د نړيوالې ادارې چارې دې پياوړې کړي او په سیمه کې د شته ستونرو د حل لپاره دې مناسبې او د منلو وړ لارې چارې پیدا کړي. چین څه موده وړاندې ، روسيې او برازيل په شمول د پنځلسو هېوادونو د نوي شکل د صنعتي کېدو لپاره د نړيوالو همکاريو وړانديز خپور کړ چې دا وړاندیز د برېکس هېوادونو لخوا د چین روسیې او برازیل په ګډون د پنځلسو هېوادونو د پرمختګ لپاره یو مهم او د پام وړ ګام وباله .
چین په نړۍ کې د دوهم لوی اقتصاد په توګه تل د نړېوالې هوساینې او پرمختګ لپاره کار کړی او کوي یې چې په همدې موخه یې یو ځل بیا د برېکس هېوادونو پر مشرانو غږ وکړ چې د اقتصاد د نړيوالې ادارې د سيستم په اصلاحاتو کې ګډون وکړي، د تجارت او اقتصاد په نړيوالې اجنډا کې پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي، د ګمرکاتو د ځیرکو خدمتونو، د نړيوالې همکارۍ انلاين ډګر پیاوړی او د برېکس هېوادونو لپاره دې د ګډو ګمرکاتو نمونه یې مرکزونه جوړ کړي، څو په دې توګه پرمختيايي هېوادونه د ګډ پرمختګ او ګډې سمسورتیا په لاره کې سره ملګري شي.
چین همدا راز د سراسري جنوب هېوادونو د ګډ پرمختګ نظریې ته د ژمنتیا له مخې وخت ناوخت د دغه فورم د فکري مرکزونو غونډې جوړې کړي، چې ښه بېلګه یې د روان کال د نومبر په ۱۴مه نېټه د چین په نان جینګ ښار کې د سراسري جنوب د هېوادونو د فکري مرکزونو دوهمه غونډه وه .په دغه غونډه کې د چین ، روسيې او برازیل هېوادونو په ګډون د شاوخوا ۱۰۰ مخ پر ودې اقتصادونو او پرمختيايي هېوادونو د فکري مرکزونو پوهانو، حکومتي او ګوندي استازو او د چين ، پوهنتونونو او فکري مرکزونو استازو پکې ګډون کړی وو. چین کوښښ کوي د داسې غونډو په جوړولو د سراسري جنوب هېوادونو په فکري مرکزونو کې د ګډ پرمختګ روحیه پیاوړې کړي او دوی ته ډاډ ورکړي چې چین تل د خپلو اقتصادي ملګرو او سراسري جنوب هېوادونو په څنګ کې ولاړ دی او کوښښ کوي چې له دغو هېوادونو سره د ګډ پرمختګ په لاره کې هراړخیزه مرسته وکړي.
پایله
د یادولو وړ ده چې چین د نړۍ په ابادۍ کې کلک ملاتړی دی، په نړۍ کې د نا انډوله اقتصادي نظام یا که په بل ډول ووایو د نړېوال اقتصادي او سوداګریز انحصار دېوالونه یې مات کړي او ورځ تر بلې هڅه روانه ده چې لا هم د نړۍ د ګډ پرمختګ، ګډې پیاوړتیا او سمسورتیا روحیه پیاوړي شي، چې په دې توګه په نړۍ کې سیاسي او پوځي رقابتونه خپل ځای سالموو او مشورع اقتصادي رقابتونه پریږدي، د سوله ایز ژوند روحیه لا پسې پیاوړې شي، څو د نړۍ په هر ګوټ کې انسان ته د انساني حقوقو له مخې د سولې ، امن ، هوساینې او ارامتیا په فضا کې د ساه اخیستو حق ورکړل شي او دا هغه وخت شونې ده چې نړۍ د ګډ پرمختګ، ګډې ابادۍ او ګډې اقتصادې ودې نظریې ته غاړه کیږي، سیاسي او پوځي رقاتونه یوې خوا ته کیږدي او پر ځای یې سالم ، مشروع او ګټور اقتصادي رقابتونه را منځته کړي.