پنجشنبه, دسمبر 5, 2024
Home+د نجونو پر زده کړو بندیز، | شهزاد آریوبي

د نجونو پر زده کړو بندیز، | شهزاد آریوبي

نږدې درې کاله کیږي چې په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم او تحصیل بېلابېل بندیزونه لګېدلي، چې له امله یې میلیونونه نجونې له زده کړو محرومې پاتې شوې. وروستۍ پرېکړه چې په طبي ښوونیزو مرکزونو کې یې هم د نجونو زده کړې بندې کړې، د ژورې اندېښنې وړ ده. دا اقدامات د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي، ټولنه ضعیفه کوي د راتلونکو نسلونو لپاره ستونزې جوړوي.

د نجونو د تعلیم او تحصیل بندولو اغېز:

زده کړې د ټولو انسانانو، ښځو او نارینه و اساسي بشري حق دی. له زده کړو د نجونو محرومیت د هغوی د ذهني او فردي ودې او پرمختګ مخه نیسي او په ټولنه کې د مشارکت وړتیا ترې اخلي. په منځ او اوږدمهال کې یې بل لوی خطر دا دی چې افغانستان د کاري ځواک او ظرفیتونو له کمي سره مخ کوي. څېړنې ښيي چې هر تعلیمي او تحصیلي کال، د راتلونکي ۲۰ سلنه عاید تامینوي، خو له بده مرغه افغانستان له دې بالقوه ګټې بې برخې کېږي.
دا د روغتیا ترڅنګ پر اقتصاد هم ناوړه اغېزې کوي. ښځې که لوستې وي د ځان، کورنۍ او ټولنې لپاره ښې پرېکړې کوي، دا بیا د مېندو او ماشومانو د تلفاتو مخه نیسي او د کورنیو روغتیا هم ورسره وده کوي. که نجونې زده کړې ونه کړي، له وخت مخکې ودونه او زېږونونه ورسره زیاتېږي او هغوی داسې رواني ستونزو سره مخ کېږي چې اغېز به یې په ټوله ټولنه څرګند وي.

د نړۍ په کچه د هیوادونو په اقتصاد کې هم مېرمنې لویه او د پام وړ ونډه لري. اټکل کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې په نړیوال ناخالصه تولید کې د ښځو ونډه ۱۱۲ تریلیونو ډالرو ته ورسېږي. خو افغانې ښځې چې له دې فرصتونو بې برخې شوي ورسره جنسیتي توپير زیات شوی او په نړیواله کچه یې د هیواد د منزوي کېدو په برخه کې تاثیر لرلی دی.

د بیاکتنې اړتیا او جدي غوښتنه:

د نجونو د تعلیم او تحصیل بندول نه یوازې فرد ته زیان رسوي بلکې د راتلونکو نسلونو سوله، ثبات او سوکالي هم له ګواښ سره مخ کوي. افغانستان به دا وړتیا ونه لري چې د خپل نیم نفوس د بالقوه غیرفعالېدلو زیان دې بېرته ډک کړی شي. لوستې ښځې کورنۍ، ټولنې او ملتونه پياوړي کوي او د روغتیا، زده کړو او حکومتدارۍ په برخه کې یې ونډه بې ساري ده.

لا هم پر دې پالیسیو د بیاکتنې لپاره ناوخته نه دی. نجونو لپاره د ټولو تعلیمي مرکزونو پرانیستل نه یوازې دیني او اخلاقي مسوولیت دی، بلکې د افغانستان د اوږدمهالې بیارغونې او پراختیا لپاره اساسي اړتیا هم ده. د افغانستان راتلونکی د ټولو ښځو او سړیو په وړتیا پورې تړلی دی. که چېرې د نجونو لپاره د تعلیم او تحصیل دروازې پرانیستل شي، د یوه روښانه، آباد او سوکاله افغانستان لارې به هم ورسره روښانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب