شنبه, جنوري 18, 2025
Homeخبرونهمحمدنبي د نجونو پر زده کړه بندیز د ټول هیواد او ملت...

محمدنبي د نجونو پر زده کړه بندیز د ټول هیواد او ملت په تاوان وباله

تاند (چهارشنبه، د لیندۍږ قوس ۱۴ مه) د راشدخان په شان د افغانستان د کرکټ بل تکړه لوبغاړي محمدنبي هم د طالبانو له لوري د نجونو پر طبي زده کړو بندیز ژور خوابدی کړی او له طالب چارواکو یې غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

محمد نبي، چې د نړۍ لومړی درجه آل راونډر دی، په خپله خواله رسنۍ کې لیکلي: «واقعا خواشینونکې ده چې اوسني حکومت د نجونو لپاره په طبي څانګو کې هم پر زده کړو بندیز ولګاوه. لومړی نجونې له پوهنتونونو څخه منع شوې او اوس یې د دوی وروستی فرصت هم چې په طبي څانګو کې خپله راتلونکې جوړه کړي، ترې واخیستل شو.»

محمد نبي زیاته کړې چې دا پرېکړه یوازې د دې نجونو راتلونکي ته زیان نه رسوي، بلکې ټول هېواد او ملت ته یې تاوان رسېږي.

ده زیاته کړې :«یو هېواد هغه وخت پرمختګ کولی شي چې ټول وګړي یې د تعلیم او تحصیل حق ولري او هېڅ برخه پکې محرومه نه وي. له بده مرغه؛ هغه نجونې چې د ډاکټرانو په توګه د خپلو ټولنو د خدمت لپاره روزل کېدې، اوس د خپلو هیلو او ارمانونو څخه بې برخې کېږي.

زه د دې ناعادلانه پرېکړې غندنه کوم او په عین وخت کې له حکومت څخه په درنښت او عاجزانه توګه غوښتنه کوم چې په دې پرېکړه بیا جدي غور وکړي. »

محمد نبي نه یوازې د طب په برخه کې بلکې په ټولو برخو کې نجونو ته د زده کړود حق د ورکولو غوښتنه کړې او لیکلي: «افغانستان د لوستو او تعلیم یافته نارینه‌وو تر څنګ تعلیم یافته ښځو ته هم اړتیا لري. مهرباني وکړئ دا پرېکړه بېرته واخلئ او زموږ نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ.»

دې ته ورته غوښتنه د افغانستان او نړۍ د کرکټ ستوري راشدخان کړې ده.

د بشري حقونو بیلابیلو ادارو، اروپايي اتحادیې او ګڼو نورو سازمانونو له طالبانو غوښتي چې په دې ډول پرېکړو له خپل هیواد او ملت سره دښمني ونه کړي.

3 COMMENTS

  1. ملایان ساینس نه مني هغوی هر څه په دمونو او چوفونو سرته رسوي ساینس او تکنالوجي د هغوی د دم، چپ او شکرانې په وړاندې خنډ ګڼي.

  2. دا پریکړه هیڅکله د عاقل افغان نده او د دغه مستور مجهول الهویت مقام تر پردې لاندې صادر شوی احکام د ملت وژنی ګامونه دی چي د ملا تر نامه لاندې تحمیلیږی ؛حال دا چي ادنی افغان ملا به دومره احمق او بی همته نه وی چي خپله خور یا ماینه په خره سپره د علاج لپاره پنجاب ته ولیږی؛لذا ویلی شو چي دا مستور ګنج الفساد استخباراتی کڅوړه د افغان ،عقل ،علم او انسانیت سره هیڅ تړاو نلری نور ځان مه غولوی ، هغه چي وایی : پک می لیدلی وو خو نه مازغه وتلی ؛ نور څه شی غواړی ؟ آیا بل او نور ثبوت ته هم ضرورت شته ؟ یا اولی الالباب ـ افلا تعقلون؟ العلم والدین توامان اذا افترقا ، احترقا.

  3. تپه تیاره ده
    ستره ناپوهی ده
    اوبیسوادی ده
    انحصار ده رسوایی ده
    دټول ولس تباهی ده
    حماقت او بدمرغی ده
    په تعلیم چا دروازې تړلی
    والله ساری ناروغی ده!
    په ټوله نړۍ کې شرمندګی ده
    اسلام داسې نه وایی!ٍ
    کوم کتاب کې دا رسوایی ده
    په غضب ککړه لږ بېدارشه
    دانسانی کرامت په لارشه
    الجهل کظلام ته هوښیار شه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب