Homeخبرونهد کرکټ نامتو ستوري راشدخان د نجونو پر طبي زده کړو د...

د کرکټ نامتو ستوري راشدخان د نجونو پر طبي زده کړو د طالبانو پر بندیز ژور خپګان وښود

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۴ مه) راشد خان، د افغانستان د کرکټ نومیالی ستوری وایي، چې د طبي انسټیټیوټونو د تړلو خبر د افغان نجونو پر مخ هغه “خفه او ناامیده” کړی دی.

راشد خان د خپلې فېسبوک پاڼې په یوه لیکنه کې ویلي، چې زده کړه په هر مسلمان نارینه او ښځینه “فرض” ده.

هغه لیکلي:
“په خپل ګران هېواد کې د خپلو خویندو پر مخ د طبي زده کړو د برخو د بندیدو راپورونه ما سخت خفه او ناامیده کړي دي. د خپلو خویندو او میندو دردونکي انځورونه لیدل او د هغوی حالت ډېر دردوونکی دی.”

راشد خان هیله څرګنده کړې، چې طالبان د ښوونیزو بنسټونو د تړلو پرېکړه بیا وڅیړي او د زده کړو لپاره نجونو ته زمینه برابره کړي.

د هغه په وینا، د افغانستان نجونې حق لري چې نه یوازې په طبي زده کړو، بلکې په نورو برخو کې هم خپل هېواد ته خدمت وکړي.

«لکه څنگه چې د یو ‌هېواد د پرمختگ بنسټ په تعلیم پیل کیږي، همدا راز زموږ خویندې حق لري، چې تعلیم وکړي او خپلې ټولنې ته د طبي برخې سربېره په هره برخه کې د خدمت جوګه شي.»

دا غبرګون په داسې حال کې دی، چې طالبانو په دې وروستیو کې طبي انسټیټیوټونه د نجونو پر مخ تړلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...