تاند ( چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۱۴مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی او د شل اوره بڼې لوبډلمشر راشدخان د افغان نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي،چې د علم زده کړه په هر مسلمان نر او ښځه فرض دی!
هغه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: “په گران هېواد کې د خویندو په مخ د تعلیم او طبي څانګو د تړل کېدو خبرونو خواشینی او مایوس کړی یم.”
راشدخان زیاته کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې د خویندو او میندو د انځورونو او خپګان لیدل ډېر دردوونکي دي.
نوموړي لیکلي: “لکه څنگه چې د یو هېواد د پرمختگ بنسټ په تعلیم پیل کیږي، همدا راز زموږ خویندې حق لري، چې تعلیم وکړي او خپلې ټولنې ته د طبي برخې سربېره په هره برخه کې د خدمت جوګه شي.”
راشدخان هیله ښودلې، چې طالبان به په دغې پرېکړه بیا کتنه وکړي او نجونو ته به د اسلام مقدس دین اصولو مطابق د زده کړو زمینه برابره کړي.
تر راشد خان وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو غوښتي وو،چې ژر خپله وروستۍ پرېکړه واخلي او د نجونو پرمخ د تعلیم دروازې پرانیزي.