پنجشنبه, دسمبر 5, 2024
Homeخبرونهیونسکو رباب د افغانستان او څو نورو هیوادونو په نوم ثبت کړ

یونسکو رباب د افغانستان او څو نورو هیوادونو په نوم ثبت کړ

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۴ مه) د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري څانګې (یونسکو) اعلان وکړ چې باب یې د افغانستان، ایران، تاجیکستان او ازبکستان په نوم د نړۍ د کلتوري میراث په توګه ثبت کړ.

رباب تر ټولو ډېر په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې ډېر دود دی. سره له دې چې دا اله په ایران کې دود نه ده او د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې هم چندان رواج نه ده خو یونسکو د افغانستان له نوم سره د دغو هیوادونو نومونه هم یوځای کړي دي.

رباب چې د توت له لرګي څخه جوړېږي، په پښتو او افغاني موسیقي کې ځانګړی اهمیت لري.

د موسیقي دا اله د خپل ځانګړي او دردناک غږ له امله په بېلابېلو مناسبتونو کې لکه جشنونو، ودونو، د غم مراسمو او ټولنیزو غونډو کې غږول کېږي.

یونسکو د کلتوري او ټولنیزې همغږۍ په پیاوړتیا کې د رباب رول ستایلی دی، په تیره بیا د مهاجرو ټولنو ترمنځ.

دې سازمان ویلي: “رباب د کلتوري تبادلې او همغږۍ لپاره یو پل دی، چې بېلابېل دودونه له پولو هاخوا سره نښلوي.”

د دې ادارې په وینا، د موسیقي د دې الې ثبت د افغانستان، ایران، تاجیکستان او ازبکستان د ګډو هڅو پایله ده، هغه هېوادونه چې رباب د هغوی د ګډ فرهنګي میراث په ساتنه او ترویج کې مهم رول لوبولی دی.

یونسکو په خپله ایکسپاڼه کې افغانستان او نورو هېوادونو ته د دې بریالي ثبت مبارکي ورکړې او د رباب د ارزښت په اړه یې د سیمې د کلتوري یووالي او ویاړ په توګه ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب