تاند ( چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۱۴مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، طالبان دې باید ژر تر ژره په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زده کړو د منعې پرېکړه لغوه کړي.
د دې پرېکړې په غبرګون کې کرزي په خپله ایکس پاڼه لیکلي: ” افغانستان به هغه مهال له بهرنیو اړتیاوو وژغورل شي او له داخلي ستونزو به خلاص شي چې متخصص او لوستي بشري منابع ولري او دا کار هغه مهال ممکن دی چې د پوهنې او علومو د زده کړې ډګر وي. باید د ټولو ځوانانو لپاره موجود وي، دواړه هلکان او نجونې”.
هغه زیاته کړه: “په دې برخه کې یو ځل بیا ټینګار کوم چې بهر ته د تګ له اړتیا څخه د خلاصون یوازینۍ لار او په بېلابېلو ابعادو کې زموږ د هېواد د ودې او پرمختګ یوازینی عامل تعلیم دی.”
پخواني ولسمشر حامد کرزي په ټینګار سره د طالبانو پر حکومت غږ وکړ، چې ژر تر ژره په طبي موسسو کې د نجونو له زده کړو د منع کولو پریکړه لغوه او پر دې سربیره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې ژر تر ژره پرانیزي.
نوموړی اندېښنه وښوده چې د زده کړو بندیزونو له امله به هېواد افغانان ځوان استعدادونه د اصلي سرمایې په توګه له لاسه ورکړي او هیواد به د بدیل څخه بې برخې شي.
دې پرې کړې په کور دننه او د باندې هم سخت غبرګونونه راپورته کړۍ.