پنجشنبه, دسمبر 5, 2024
Home+په سوریه کې د عَلوي اقلیت د نیمې پېړۍ واکمني

په سوریه کې د عَلوي اقلیت د نیمې پېړۍ واکمني

ولي الله ملکزی

په ۱۹۷۰م کال کې د سوریې د هوايي ځواکونو ۵۴ کلن تورن جنرال حافظ الاسد د خپل ګوند (البَعثُ العَرَبِي الاِشْتِرَاکِي) د مشرتابه په ضد، د یوشمېر منصبدارانو په مرسته بریالۍ عسکري کودتا وکړه. د بَعث د سوسیالیست ګوند انقلابي کنګرې نوموړی د صدراعظم او دفاع د وزیر په توګه وټاکلو. یو کال وروسته، حافظ الاسد خپل ځان ولسمشر اعلان کړ او ۲۹ کاله یې د اور او اوسپنې حکومت وکړ؛ ترڅو په ۲۰۰۰م کال کې د وینې د سرطان له امله ومړ. د مرګ په سبانۍ ورځ یې ۳۵ کلن ځوئ، بشار الاسد چې د سترګو ډاکټر دی او هغه مهال په لندن کې اوسېده واک ترلاسه کړ. دا دی ۵۴ کاله وشول چې د نُصَیریانو (علویانو) ۹٪ اقلیت په ۸۴٪ سنیانو باندې واکمن دی.

د تېرکال د احصائې له مخې، د سوریې نفوس ۲۵ میلیونو ته رسي او د دمشق ترڅنګ ۱۳ ولایتونه لري چې حلب یې ترټولو ګڼ نفوسه ولایت او دوهم سیاسي او اقتصادي مرکز بلل کیږي. د دې ویاړلي هېواد پخوانی نوم بِلادُ الشَام دی کوم چې د اُمَوِي خِلافت پلازمېنه او د لسګونو زرو علمي او عرفاني شخصیتونو ټاټوبی دی. یو له دغو مهمو وروستنیو پوهانو څخه د iPhone او Apple کمپیوټر مخترع، سټیف جابز/ Steve Jobs دی چې پلار یې، عبدالفتاح جندالي د سوریې له حِمص څخه کلېفورنیا ته کډه شوېدی.

د ۱۹۸۲م کال په فبرورۍ کې د حافظ الاسد ځواکونو په حَمَاة کې د خپلو اسلامپالو مخالفینو سره د نښتې په ټس کې چې ۲۷ ورځې یې دوام وکړ، د بې پرې حقوقي څېړونکو له قوله ۳۵ زره عامو خلکو ژوند وبایللو او یولک وګړي له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړشول. خو هغه د اوو لوڼو د مور خبره چې کله یې په اتم ځل ځوئ وزېږولو، بې اختیاره یې له خولې ووتل:« ادې ترې جار سه، هرڅه یې د پلار په شان دي». بشارالاسد هم د خپل ولس په وړاندې نه یواځې دا چې د پلار په پَل، پَل کېښود بلکې څو ګامونه نور هم مخکې ولاړ.

کله چې د ۲۰۱۱م کال په پېل کې د تونس ځوانانو د عربي پسرلي په نوم ولسي پاڅون پېل کړ، نو د دغه توپان څپې ډېرې ژر د عربي نړۍ ختیزو څنډو ته ورسیدې. د تونس زین العابدین وتښتېد، د لیبیا معمر القذافي چې اصلا اسماعیلي شیعه وو، ووژل شو. د مصر حسني مبارک واک پرېښود او په یمن کې علي عبدالله صالح حوثي ملېشو ترور کړ. په دې ټولې مودې کې ایران د عربي پسرلي ټینګه ننګه کوله او هغه یې د ولسونو روا حق ګڼلو، مګر کله چې دغه سپرغۍ سوریه کې په سور انګار واوښتې، نو د ایران لهجه او اراده هم بدله شوه.

د نړیوالو څارونکو له نظره، بَشارُالاسد د خپل هېواد د سوله ایزو پاڅون والو سره د خبرو په ځای، د ټوپک شپېلۍ او د مردکو لاره انتخاب کړه. ایران چې لا ترمخه یې عراق، لبنان او یمن د خپل ستراتېژیک عقیدوي اقلیم برخه ګڼله، په ټول ځواک سره د سوریې د علوي اقلیتي رژیم په څنګ کې ودرید. د جنرال قاسم سلیماني تر قومندې لاندې د سپاه قدس مجربو جنګیاليو او د فاطمیون او زینبیون مذهبي ملیشو د دغه نظام په پایښت کې ډېر ژور رول ولوبولو. همدا شان، حزب الله چې په لبنان کې له خپل حکومت سره یې متوازي پوځي تشکیل درلود، په زرګونو مذهبي وسله وال ځواکونه سوریې ته ولېږل. پخپله حسن نصرالله (د حزب الله پخواني عمومي منشي) چې ځان یې په ویاړ سره د ایران د ولایت فقیه عسکر بللو، عسکري درېشي په تن کړه او د سوریې جنګي لیکو ته لاړ؛ وېډیو ګانې یې اوس هم په یوټیوب کې ښکته پورته کېږي.

له ۲۰۱۱م څخه تر دې دمه، په سوریه کې له نیم میلیون څخه زیات کسان وژل شوي، ۶ ملیونه یې ترکیې، لبنان، اردن او غربي نړۍ ته تللي او ۷ میلیونه یې د کور دننه بېکوره شویدي. زه شخصا، درې ځلې ترکیې ته تللی یم او هرځل مې د سوریې د مُهَذَب او تعلیم یافته خلکو ستونزمن حالت له نژدې څخه لیدلی چې په څومره بې صبرۍ سره خپلو کورونو ته د بېرته ستنېدو لارې څاري؟ سوریه اوسمهال د خپل ویاړلي تاریخ په ډېر دردوونکي پانډ ولاړ هېواد دی. یوازې نیمه خاوره یې د بشار الاسد د نظام په ولکه کې ده او په پاتې نیمايي کې د ایران، روسیې، آمریکا، ترکیې او حزب الله پوځي اډې دي او یا د هغوئ د نیابتي ډلو واکمني ده.

د تېرو شپږو ورځو راهیسې، هلته نقشه په حېرانوونکي ډول سره د بدلون په حال کې ده؛ د الاسد د نظام او مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ د ځواک تله درنیږي او کله سپکیږي. د حلب ښار په بشپړ ډول د واکمن رژیم د اتو بېلابېلو مخالفو نیمه پوځي ډلو په لاس کې کېوتی دی. ورسره جوخت، د اِدلِب مهم ښار هم بشار باېلود او جګړه اوس په جنوب کې د حَماة او حِمص لورو ته غزېدلې ده. د حلب چټک سقوط څرګندوي چې بشار الاسد ته وفادار ځواکونه څومره کمزروي او بې موراله دي؟ البته دا هیڅکله په دې معنا نه ده چې جګړه به ژر پای ته ورسیږي، ځکه نړیوال او سېمه ایز لوبغاړي هېڅکله دغسې رسوا ماته نه شي زغملای. د «قَناةُ التَغییر» ټلویزیون یو تن میلمه وايي: (همدا اوس د عراق د الحَشْدُ الشَعبِي (ولسي لښکر) اوه زره مذهبي ملیشې د سوریې دِیرُالزور ولایت ته په لارې دي).

د بشار الاسد کاواکه حکومت چې د سوریې خلک یې نِظامُ البَرامِیل (له باروتو څخه د ډکو بیلرونو رژیم) بولي، د خپلې واکمنۍ په ډېرو سختو شېبو کې راګېر دی. د دوو میاشتو دننه، د لبنان حزب الله د حسن نصرالله په ګډون خپل ګڼ شمېر مهم سیاسي مشران او پوځي قومندان له لاسه ورکړي، روسان په اوکراین کې نښتي او ښايي له ترکانو سره کوم تفاهم ته رسېدلي وي. ایران هم په هغه پخواني دریځ کې نه دی پاتې، نړیوال اقتصادي بندېزونه، پرله پسې استخباراتي کمزورۍ، په سیمه کې د خپلو مهمو ائتلافي انډیوالانو او جبهو له لاسه ورکول او په امریکا کې د نوي ولسمشر راتګ؛ ټول هغه لاملونه دي چې د ایران اغېز یې کمرنګه کړېدی.

لږ وړاندې مې په یوعربي چېنل کې پرتلیزه مباحثه لیدله چې د سوریې د روان کړکېچ اړوند وه. دوه ټکي یې ډېر په زړه پورې وو؛ لومړی دا چې ایران او تقرییا ټول واکمن عربان په بېساري ډول د همدې سیمه ایزې لانجې په اړه له اندېښنو ډک یو رنګه دریځ لري او ټول د دغو وسله والو ډلو د مخنیوي په لټه کې دي. دوهم اړخ یې دا وو چې د سوریې ګڼ شمېر وسله والو ګروپونو ټولې خپلمنځي لانجې شاته پریښي او په یوه خوله د دومره پراخې جګړې اداره او کنټرول د یوې قومندې تر چتر لاندې پرمخ بیايي چې پخوا یې چا تصور هم نه شو کولای؟

د یو عیني واقعیت په توګه، ایران یا فارس د لرغوني او شتمن تاریخ درلودونکی هیواد دی چې د تمدن لمن یې د زمان پېړۍ پېړۍ په بر کې نیسي. له همدې بابته، خلک یې ځانګړی غرور لري او له خپلې ماضي سره بې کچه مینه یې په ډېپلوماسۍ او پوځي تنابونو کې له ورایه ښکاري. ولی د مذهبي شخړو ښکار شوې پراخه پرګنې هیله مندې دي چې ټول اړخونه باید د مذهبي غچ پالیسۍ نورې مهار کړي. د حسین (رض) د شهادت او یزید په مرګ باندې ۱۳۴۴ کاله تېر شوي او هغوئ دواړه اوس د الله تعالی حضور ته ورغلي دي.

اوس د دې وخت را رسېدلی چې دغه کرکجنې مذهبي جګړې پاي ومومي؛ د سرو وینو بهېدل بند شي ترڅو له سوریې رانیولې تر پاړه چناره دا بېګناه امتیان د آرام ساه واخلي او په سوله کې ژوند وکړي. تاریخ ګواه دی چې هر جنګ ګته او بایلات لري،‌ خو د مذهبي جنګونو دواړه لوري له پېله په ماتې او زوال محکوم دي.

———————————

پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولای شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب