Homeخبرونهد بشري حقونو د څار سازمان: د نجونو پر طبي زده کړو...

د بشري حقونو د څار سازمان: د نجونو پر طبي زده کړو بندیز به د افغانستان روغتیايي بحران لا زیات کړي

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۴ مه) د بشري حقونو د څارنې سازمان د چهارشنبې په ورځ د طالبانو وروستی فرمان چې ښځې د طبي زده کړو له دوام څخه منع کوي، په کلکه وغانده. سازمان خبرداری ورکړ چې دا پرېکړه به د افغانستان د روغتیايي برخې د لا خرابېدو سبب شي او ښځې به له مخنیوي وړ کړاوونو او مړینې سره مخامخ کړي.

دغه فرمان، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له خوا صادر شوی او د دسمبر په ۲مه د عامې روغتیا وزارت له خوا اعلان شو، په افغانستان کې د ښځو لپاره د زده کړې یوازینۍ پاته برخه هم وتړل شوه. د هېواد په کچه د طبي روزنې بنسټونو (انستیتیتونو) ته امر شوی چې ښځینه زده کوونکو ته داخلې ورنه کړي. د بشري حقونو د څارنې سازمان په وینا دا به ویجاړونکي پایلې ولري.

بې ضرورته درد، کړاو، او مړینه

د بشري حقونو د څار سازمان وویل چې د طالبانو دا بندیز د هغو محدودیتونو کړکېچ لا پراخوي چې مخکې لا رامنځته شوي وو.

د دې سازمان په وینا، په ځینو ولایتونو کې ښځې اجازه  نه لري چې د معاینې او درملنې لپاره نارینه ډاکتر ته لاړې شي. د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړ، د نوې فرمان له کبله چې د نجونو د طبي زده کړو مخه نیسي، ډېرې ښځې به د اړینو طبي خدماتو له لاسرسي څخه بې برخې شي.

د سازمان په اعلامیه کې ویل شوي:
“دا فرمان به د روغتیايي خدماتو د نشتوالي له امله ښځو ته د بې ضرورته درد، کړاو، ناروغیو، او مړینو سبب شي، ځکه چې ښځینه روغتیايي کارکوونکې به نه وي چې د هغوی درملنه وکړي.”

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د واک له ترلاسه کولو راهیسې، طالبانو په سیستماتیک ډول د ښځو حقونه محدود کړي دي. د بشري حقونو د څار سازمان وویل، دوی د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړې او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې یې ښځې له لوړو زده کړو هم بې برخې کړې. ښځې همدارنګه په ډېرو مسلکونو کې د کار کولو، په عامه ژوند کې د ګډون، او آن جیمونو او پارکونو ته د تګ اجازه نه لري.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې روغتیايی خدمات پکې خورا کم او په ټیټه سطحه کې دي. د نړۍ په بل هیڅ هیواد کې دومره ښځې په د اولاد په زېږولو نه مري لکه څومره چې په افغانستان کې مري. همداراز په هیڅ هیواد کې تر پنځو کلونو کشر ماشومان د افغانستان هومره نه مړه کېږي. له ښځو سره د طالبانو تبعیضي اقدامات به دا ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...