تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۴ مه) د پاکستان حکومت د دې لپاره چې د عمران خان د خلاصون لپاره د تحریک انصاف ګوند مظاهرې په افغان کډوالو پورې وتړي، د افغانانو نیونو ته دوام ورکړی دی.
د نیونو په دوام کې له اسلام اباد او راولپنډۍ وروسته پولیسو په پېښور کې هم د افغانانو د نیونو لپاره پراخې پلټنې پیل کړي او د دوی په وینا هغوی چې اسناد نه لري، نیسي.
په پېښور کې امنیتي چارواکي وايي چې دا عملیات یې د امنیت له ټینګښت سره د مرستې لپاره پیل کړي دي.
په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین وايي چې په اسلام اباد کې افغانان د تحریک انصاف په مظاهره کې نه بلکې له مظاهرې وروسته په عامو بازارونو کې نیول شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر او ځینو نورو چارواکو ادعا کړې چې لسګونه افغانان یې د تحریک انصاف د مظاهرې په ترڅ کې په داسي حال کې نیولي چې له مظاهره چیانو سره یې ملګرتوب کاوه.
منظور پښتین نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې له نیول شویو افغانانو په زوره اقرار اخیستل کېږي چې ګواکي په مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه.
ده دا هم وویل چې نیول شویو کسانو ته ویل شوي چې که دا اقرار د رسنیو په مخکې وکړي نو ژر به خوشي شي.
د پاکستان حکومت څو میاشتې پخوا هم د تحریک انصاف ګوند په مظاهرو کې د افغانانو د نیولو ادعا کړې وه خو جیو نیوز تلویزیون په یوه تحقیقي راپور کې ثابته نه کړای شوه چې په مظاهرو کې دې کوم افغان تبعه نیول شوی وي.