تاند ( چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۱۴مه) رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي،چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سوریې د روان امنیتي وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه ترسره شوه.
په دې بېړنۍ غونډه کې د واشنګټن او مسکو استازو یو بل پر دې تورن کړل، چې په سوریه کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې او متحدوایالتونو استازو ترمنځ دا لفظي شخړه تېره شپه وشوه.
د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ په خپلو خبرو کې په سوریه کې د روان کړکېچ د کمېدو او د ملکي وګړو د خونديتوب غوښتنه وکړه.
هغه د ولسمشر بشار الاسد ځواکونه او روسیه پر ښوونځیو او روغتونو د حملو پر مهال د ملکي وګړو په مرګژوبله تورن کړل او په ځواب کې یې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبینزیا وویل، دا تصور هم لا نه شي کېدای چې واشنګټن به په اخلاص سره د تروریزم پر ضد مبارزه وکړي.
دغه غونډه وروسته له هغې رابلل کیږي چې د ولسمشر، بشر الاسد مخالفې ډلې، تحریر الشام د سوریې حلب ښار نیولی او د لا پرمختګ خبر یې هم ورکړی دی.