رحمت شاه فراز
په هغو نظامونو کې چې «اسلامي» ور پورې تړلی وي، د پرېکړو لپاره د «جز نه کل ته» ميتود کارول کېږي. د دې وجه دا ده، چې په دې نظامونو کې کلي او عمومي تګلارې او روشونه نه وي. دا يوازې د اسلامي نظامونو خاصه هم نه ده، ټول هغه نظامونه چې د ايډيالوژي پر بنسټ رغېدلي وي، د خپلو فيصلو لپاره له همدغه طرز نه کار اخلي. مثلا تاسو کمونيستي نظام هم وګورئ.
د «جز نه کل ته» روش په يوه نظام کې ګڼ دلالتونه لري، چې يو يې د ټيټې درجې د منتظمینو له خوا راټوله شوې غيرمنظمه، تر ډېره په دروغو او جعلي راپورونو ولاړه ډيټا وي.
پرون ورځ د اوسني نظام د مشر يو بل فرمان دا و، چې عامو خلکو ته دين ور زده کړئ. په کندهار کې مېشت مشر څرنګه خبر شو، چې عام خلک په دين نه پوهېږي؟ دی د هغې ډيټا له مخې پوهېږي، چې له ټيټې درجې را ټوله شوې وي او بيا د تعويذونو غوندې څو پوښه يې اغوستي وي او بلاخره د مشر حضور ته رسېږي او هلته مشر ته يوه ډېره وړه مسئله هم له مبالغې او دروغو په ډک انداز کې بيانېږي او مشر خپلې توندې پرېکړې د همدغو مبالغو او دروغو له مخې کوي.
هغه نظامونه چې هلته د ډيټا په ځای د خلکو په مستقيمه رايه قوانين او پرېکړې جوړېږي، امکان يې شته، چې په هغو کې هم کله نا کله له عدل لرې قوانين تصويب شي، خو دا د يوې وړې ډلې له خوا د ټولې شوې ډيټا له مخې جوړ شوي قوانين نه وي، بلکې د يوه ملت د جمعي شعور په بيداره اراده جوړ شوي وي.
ولې په ايډيالوژيکو کې نظامونو کې قوانين او پرېکړې د «جز نه کل ته» روش له مخې کېږي؟ ځواب دا دی، چې ايډيالوژيک نظامونه ايډيالوژي لري، خو د نظام د جوړېدو نقشه او ساختمان نه لري. ايډيالوژي د دوی لپاره د تش ساختمان غوندې وي، چې څلور خوا دېوالونه هم لري، سر يې هم پټ وي، خو دروازې نه لري او نه دوی پوهېږي، چې په دې لويه ودانۍ کې کومه خونه چېرته جوړه کړي. له دې امله دوی خپلو جاسوسي، معلوماتي او اخلاقي پوليسو ته دنده سپاري، چې معلومات را ټول کړي او بيا د همدې له مخې د خپلې ايډيالوژي په لوی کور کې واړه کورکي جوړوي. کله مو فکر کړی، چې د اوسني نظام قوانين ولې په تدريج سره راوځي؟ دوی خو خپله ايډيالوژي اسلامي معرفي کوي او اسلام څوارلس سوه کلن تاريخ لري، نو دوی ولې پرون هغه قوانين نه لرل، چې نن یې تازه تازه جوړوي؟
يوه ايډيالوژي به ډېره سپېڅلې وي، خو د ايډيالوژي پر سر جوړ شوی نظام ټول په دروغو ولاړ وي، په وقتي او موقتي پرېکړو چلېږي او هغه ساعت او هغه مصلحت يې اصولي تګلاره وي.
نظامونه هغه مهال پرمختګ کولی شي، چې نقشه يې موجوده وي او پلي يې کړي. خو موږ اوسمهال په يوه بې نقشې ساختمان کې ايسار شوي يو، دلته به مو کله د معروف او منکر قانون نوک را وهي او کله به د زدکړو د بنديز سردري تندی را پړسوي. کله به په حمام کې د غسل په نيت ولاړ يو، د تشناب پايپ به را خلاصېږي او کله به دروازه خلاصوو، خو تر شا به يې نه کوټه وي نه لاره، تک تور دېوال به وي.