تاند- «د مازغو خوساتوب» (brain rot) هغه اصطلاح ده چې تر ۳۷ زره څخه د زیاتو خلکو په رایو د اکسفورډ پوهنتون له خوا د کال غوره اصطلاح وټاکل شوه.
دا اصطلاح د آنلاین موادو د مطالعې له امله د مغز د وړتیاوو د کمېدو په اړه د اندېښنو انعکاس کوي.
د سي بي ایس د راپور له مخې، دا کلمه په وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته ډېره کارول کېده خو اوس رسماً په اکسفورډ کې د یوې کلمې په توګه ثبت شوه.
د ۲۰۲۳ پرتله په روان ۲۰۲۴ کې د دې کلمې کارول ۲۳۰ سلنه زیات شوي دي.
د آکسفورډ پوهنتون خپرندویې ادارې د دوشنبې په ورځ وویل چې دا اصطلاح په ۲۰۲۴ کال کې نوې شهرت وموند، تر دې ځایه چې«د تیر کال په پرتله د دې د استعمال کچه ۲۳۰ سلنه زیاته شوې ده.»
آکسفورډ “د مغز خوساتوب” داسې تعریفوي: “د یو کس د ذهني یا فکري حالت د خرابېدو احتمال، چې په ځانګړي ډول د هغو موادو له امله وي چې ډېر کارول کېږي (اوس په ځانګړي ډول آنلاین محتوا) او عموماً بې ارزښته شیان.”
د دې اصطلاح ریښه ۱۸۵۴ م کال ته رسېږي او په ځانګړي ډول د «زي» او «الفا» نسلونو ترمنځ مشهوره شوې ده.
د آکسفورډ پوهنتون مجلې په یوه بیان کې ویلي چې دا اصطلاح په ۲۰۲۴ کال کې تر بل هر وخت زیاته کارول شوې، په ځانګړي ډول د خواله رسنیو د ټیټ کیفیت لرونکو آنلاین موادو د زیاتې استفادې په اړه د اندېښنو د څرګندولو لپاره.
د دې پوهنتون د ژبو څانګې مشر، «کاسپر ګریټول»، ویلي: «د مازغو خوساتوب» د مجازي ژوند خطرونو او دغه راز دې ته اشاره کوي چې موږ خپل وړیا وخت څنګه تېر کړو.
هغه زیاته کړه: «دا هم خورا په زړه پورې ده چې د زي او الفا نسلونه د “مازغو خوساتوب” اصطلاح کاروي. دا نسلونه د ډېری ډیجیټل موادو په تولید او مصرف کې مخکښ دي، او دا اصطلاح هم همدې ته اشاره لري.»