چهارشنبه, دسمبر 4, 2024
Home+ادرينالين هورمون او سټرېس

ادرينالين هورمون او سټرېس

ژباړه : محب الله آرمل

ادرينالين يو هورمون دی لکه دوفامين، دا هورمون هغه وخت ستاسې په بدن کې ترشح کيږي چې يا په جګړه او اخ و ډب لاس پورې کړئ، يا يوه ناوړه پېښه ووينئ او يا هم د تېښتې په حال کې ياست، کله چې انسان په مبارزه کې ښکلېږي يا له يوه مصبيته تېښته کوي وجود د ادرينالين په ترشح پيل کوي، د هوډکو عضلو او زړه ته ځان رسوي، کله چې دا هورمون ترشح شي په وجود کې ځان تيت کړي که د انسان وجود زخمي شي يا يې لاس و پښه مات شي درد يې نه حس کوي، دا هورمون اصلن د انسان د امنيت لپاره دی يانې کله چې د مبارزې يا جګړې په جريان کې زيان ويني وکولای شي چې مبارزې ته دوام ورکړي او يا ځان خوندي کړای شي او وروسته بيا د زخم د پټۍ او درمان غم وخوري.

موږ ډېر وخت ليدلي چې چا ټکر کړی وي کله چې پوښتنه ترې کوو حال دې څنګه دی؟ دی وايي ښه يم خو يو ساعت پس متوجه کيږي چې پښه، لاس يا کوم بل ځای یې مات شوی او درد هم ورو ورو احساسوي، دې مسالې ته موږ وايو چې هغه وخت په تودو وينو کې و.

 ادرينالين د انسان د پښتورګو پرسر بندو کڅوړو کې توليديږي، خو دا تشرحات هم د مغز تر څارنې لاندې ترسره کيږي، که مغز امر ونه کړي هېڅ هورمون هم نه ترشح کيږي، د انسان مغز په دوه حالاتو کې قرار لري، يو عادي حالت چې همدا اوس يې موږ تاسې لرو يو هغه حالت دی چې انسان پکې مبارزه يا تېښته کوي، په ۹۹ سلنه ګمان همدا اوس ستاسې مغز عادي حالت کې دی، البته که دا ليکنه يو تحديد فرض نه کړئ.

د انسان د مغز چټکتيا د نړۍ له تيز ترين سرعت  څخه شمېرل کيږي، کله چې د انسان په اطراف کې ناوړه پېښه واقع کيږي په هماغه لحظ کې مغز فرمان صادروي چې ادرينالين ترشح شي، دا پېښه ممکن د يو چا ليدل وي، ځينې کسان استريس لري، حتي بې سببه او بېځايه استريس مثلا هېځ ستونزه نشته خو بنده فکر کوي چې ستونزه شته، دی مضطرب دی او ستريس لري، دغه وخت هم مغز اتومات ادرينالين ترشح کوي، د زړه ضربان يې لوړيږي او د ادرينالين انرژي په زړه او وجود کې خپريږي، ځينې وخت دا انرژي دومره قوي وي چې شخص رېږد اخلي، دې ډول حالاتو کې د ادرينالين ترشح نه يوازې ګټوره نه ده بلکې د بنده د افسردګي او خپګان لامل هم کيږي، خو دا په دې مانا نه ده چې ادرينالين ښه هورمون نه دی، فرض کړه يو حيوان حمله درباندې کوي تاسې سمدستي تېښته کوئ د بدن قدرت مو يو دم زياتيږي لامل يې همدا ادرينالين دی چې په خورا چټکتيا د مغز له لوري ستاسې ماهيچو ته استول شوی، کله چې د جنګ جبهې ته ځئ او ساعتونه ساعتونه خطرناکو شېبو کې جګړه کوئ هم ادرينالين دي چې ستاسې وړتيا يې زياته کړې، جالبه دا ده چې کله د ادرينالين د ترشح موقع را ورسيږي مغز اول زړه ته امر کوي چې ضربان تېز کړه بيا ورسته د ادرينالين د ترشح امر کوي او دا هرڅه د سترګو په رپ کې ترسره کيږي، د زړه د مشکلاتو يوه وجهه هم استرس دی ځکه مغز د استريس په حال کې ادرينالين د ترشح امر کوي او د زړه ضربان پرته له اړتيا زياتيږي، دغسې وختونو کې ويلای شو چې مغز هم په حقه نه دی چې هسې خوشي چټي د زړه ضربان د زياتولو لامل کيږي، په ساده ژبه کله چې ادرينالين ترشح کيږي څه پېښيږي؟ مغز دستور صادروي ادينالين ترشح کيږي او وينې ته ګډيږي، د ادرينالين هور مون پوهېږي چېرې لاړ شي! د بدن د ماهيچو سلولونو ته، مغز دغه وخت کې يو بل کار هم کوي د انسولينو د توليد کچه کموي چې لږ انرژي يا خواږه مصرف شي.

د ادرينالين بل کار دا دی چې ستاسې تمرکز زياتوي، يوه پېښه چې يوازې ۳۰ ثانيې وخت يې نيولی مغز د هرې سانيې د سلمې برخه تصوير هم اخلي، لکه يوه کس پنځه دقيقې له يوه خوروړي سپي تېښته کړې خو کله چې د تېښتې کيسه خپلو ملګرو ته کوي يو ساعت وخت نيسي، د دې مسالې لامل دا دی چې مغز ادرينالين ترشح کړي او د تمرکز کچه يې ډېره کړې هره ثانيه کې مغز سلګونه تصويرونه اخستي، په همدې وجه مفعول فکر نه کوي چې يوازې پنځه دقيقې تښېته يې کړې دی فکر کوي ساعتونه ورباندې تېر شوي، تاسې به اورېدلي وي چې کله څوک ووريږي خورا تېزه منډه کوي، دا يو واقعيت دی، يانې په عادي حالت کې يو کس هغسې منډه نشي کولی لکه د واقعې په وخت کې يې چې کړې ده.

په ۲۰۱۹ کال کې يوه تن خپل موټر ته جېک ورکړی و تر سينه لاندې يې پروت و چې جوړ يې کړي، يودم جېک خطا شو او موټر پرې را ولوېد ۱۶ کلن زوی يې صحنه وليدله چټک ورغی، يو نيم ټن موټر يې پورته کړ او پلار ته يې نجات ورکړ، دا دومره زور په ۱۶ کلن هلک کې هم د ادرينالين برکت دی چې مغز يې د ترشح امر کړی.

د لرغوني انسان لپاره ادرينالين خورا مهم هورمون و، مګر د نني انسان لپاره ځينې ضررونه لري، ځينې چادونې، د جګړو وحشت ناکې صحنې چې د ترشح شوي ادرينالين پر مهال د کامل تمرکز په وجه د انسان په خاطراتو کې په خورا جزياتو ثبت شوې وروسته وروسته د ډپرېشن باعث کيږي، حتې ځينې نظاميان له نظامي خولۍ هم وحشت کوي، دوی ته خپلې پخوانۍ ترخې خاطرې وريادوي، فرض کړه يو غل چې سره خولۍ يې په سر ده ستاسې د پيسو بټوه يا مبايل وړي، دا سره خولۍ ستاسې خاطراتو کې هک کيږي او هر وخت چې هماغسې خولۍ وينۍ خپله ترخه خاطره درياديږي او احساس مو خرابوي يانې د سرې خولۍ په ليدو مو يوه اندازه ادرينالين په وجود کې ترشح کيږي او ستريس مو را پاروي.

په موډرنه دنيا کې ادرينالين زيات نه پکاريږي، ځکه هر څه يو حساب کتاب لري، پخوانی انسان چې په طبعيت کې يې ژوند کاوه او هره شېبه ويره ورسره وه چې کوم وحشي پرې حمله و نکړي ادرينالين ته يې زياته اړتيا درلوده مګر اوسنی انسان ممکن اونۍ اونۍ ادرينالين ته اړتيا پيدا نه کړي. طبي څېړونکي باور لري چې ادرينالين د انسان لپاره ګټور دی خو چې د واقعي اړتيا پر مهال ترشح شي، لکه هغه ۱۶ کلن ځوان چې موټر يې پورته کړ، خو که بې ضرورته ترشح شي په ټول وجود فشار راوړي په ځانګړې توګه په زړه، هغه کسان چې له اړتيا پرته سټريس پرې راځي او بېځايه يې وجود کې ادرينالين ترشح کيږي بايد ډاکټر ته تشريف يو سي، که دغسې مشکل لرئ يوه بله حل لاره هم شته تاسې ځای پر ځای مه کينئ متحرک و اوسئ او سفر وکړئ، منفي افکار وشړئ، بايد ومنو چې انسان بې عيبه نه دی او هر وخت منفي افکار شته، له منفي افکارو سره کش و ګير يا مقابله او جګړه مه کوئ آرام يې پرېږدئ چې خپله لاړ شي، يوازې باور ولرئ چې هرڅه سم دي، زيات کافين مه مصروفوئ، له دوستانو سره مجلسونه وکړئ، د خوب له اختلال ځان وساتئ.

يوه بله اساسي خبره ماشومان مه ويروئ، پر دوی په زوه چيغې مه وهئ، دوی مه تحديدوئ… ځکه چې په دغسې حالاتو کې د دوی په وجود ادرينالين ترشح کيږي او دوی مضطرب او اندېښمن کوي، ستاسې ټولو د ښې روغتيا په هيله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب