پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهپه یوه کال کې تر ۲ میلیونه ډېر افغان کډوال خپل هیواد...

په یوه کال کې تر ۲ میلیونه ډېر افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه کړل شوي

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۲۴ مه) د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID)، د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو پر اساس په یوه راپور کې وویل چې د ۲۰۲۳ کال د اګست له ۱۵ څخه تر ۲۰۲۴ کال د سپتمبر پورې شاوخوا ۲.۲ ملیونه افغان مهاجر له ایران او پاکستان څخه بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې، په دې شمېر کې ۷۳۴،۸۱۷ افغانان یوازې له پاکستان څخه راغلي دي.

USAID  ویلي په دې موده کې یې له ۵۸۸،۰۰۰ بیرته راستنیدونکو سره مرسته کړې ده.

راپور همداراز څرګنده کړې چې په تېر کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلکو ته بشري مرستو ته اړتیا وه، چې ۱۷.۳ میلیونه یې بیړنیو مرستو ته اړتیا لرله. په ټولیزه توګه، په ټول هېواد کې ۳۲.۱ میلیونه خلکو بشري مرستې ترلاسه کړې دي.

USAID همدارنګه د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) حواله ورکړې، چې افغانستان په تېر کال کې د ۶.۶ میلیونه کورنیو بې ځایه شویو خلکو کوربه و.

ادارې زیاته کړه چې دا مهال هغو ټولنو ته بیړنۍ مرستې ورکوي چې په افغانستان کې له وروستیو طبیعي پېښو څخه اغېزمنې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب