تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۹ مه) د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیحالله مجاهد یو ځل بیا وویل چې په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د خونړۍ حملې غچ به واخیستل شي.
مجاهد وویل: «افغانان خپله وینه نه بخښي او نه هم له غچ اخیستو تېرېږي. لکه څنګه چې د دوی د تېرو جرمونو بدل واخیستل شو، دا ځل به هم د خپل ولس غچ واخلو.»
مجاهد، چې له طلوع تلویزیون سره خبرې کولې، پر ډیپلوماټیکې لارې هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې «اسلامي امارت غواړي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.»
هغه زیاته کړه: «موږ هیڅکله د خبرو یا سیاسي حل مخالف نه یوو. موږ تل هڅه کړې چې ستونزې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړو. خبرې روانې وې، خو دا د مقابل لوري په نیت پورې اړه لري، هغوی وو چې جګړه یې پیل کړه.»
په کابل کې د معتادانو د درملنې پر روغتون د پاکستان په بې رحمانه بمبارۍ کې تر ۴۰۰ تنو ډېر کسان وژل شوي او تر ۲۶۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.