تاند (جمعه، د کب/ حوت ۲۹ مه) د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان پوځ د لنډمهاله اوربند په ماتولو تورن کړ، ویې ویل چې د اوربند د وخت له پېلېدو وروسته د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
لوی درستیز فصیحالدین فطرت د پنجشنبې په ورځ په یوه پیغام کې وویل چې اوربند د ملګرو هېوادونو په منځګړیتوب اعلان شوی او افغان ځواکونه ورته ژمن دي.
خو د هغه په وینا، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د اوربند د ماتولو پېښې لیدل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې حتی د اختر په لومړۍ ورځ (پنجشنبه/ د کب/ حوت ۲۸ مه) هم یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي، چې دا د پاکستان د پوځ «بېباوري او چلبازي» ښيي.
فصیحالدین فطرت ټینګار وکړ چې له دې سرغړونو سره سره، افغان ځواکونه تر اوسه اوربند ته ژمن پاتې شوي او هېڅ ډول غچ اخیستونکی اقدام یې نه دی کړی.
خو هغه خبرداری ورکړ چې که دا ډول کړنې بیا تکرار شي، نو د اوربند دوام به بېمعنا شي او افغانستان به اړ شي چې «قاطع او سخت ځواب» ورکړي.
بل لور ته، ځايي سرچینو راپور ورکړی چې پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت ځینې سیمې، په ځانګړي ډول د ناړۍ او مرورې ولسوالۍ، د توپونو په ګولیو ویشتي دي.
د راپورونو له مخې، پاکستاني پوځیانو د چهارشنبې په ماښام او د پنجشنبې په سهار د کونړ ولایت په یادو دوو ولسوالیو توپونه ویشتي دي.
دا پېښې درې ورځې وروسته له هغه کېږي چې پاکستان په کابل کې د معتادانو پر یوه درملنیز مرکز خونړي هوايي بریدونه وکړل.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختر په مناسبت اوربند د ترکیې، سعودي او قطر په غوښتنه اعلان شوی دی.