Homeخبرونهاردوغان او شریف د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اوربند خبرې وکړې

اردوغان او شریف د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اوربند خبرې وکړې

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲۸ مه) د پاکستان د صدراعظم دفتر وايي چې شهباز شریف، د پنجشنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان، سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د پاکستان د صدراعظم د دفتر له خبرپاڼې سره سم، د دواړو مشرانو ترمنځ د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې وشوې او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې په هڅو کې د ترکیې رغنده رول وستایل شو.

د چهارشنبې په ورځ ناوخته د افغانستان او پاکستان له لوري په جلا جلا اعلامیو کې ویل شوي وو چې د ترکیې، قطر او سعودي عربستان په غوښتنه د اختر په مناسبت دوه هیوادونه اوربند کوي.

د پاکستان د صدراعظم د دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې خبرې د سیمې پر ثبات او د اختر په ورځو کې د اعلان شوي لنډمهاله اوربند پر موضوع راڅرخېدلې.

«شهباز شریف د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې د هڅو په برخه کې د ترکیې رغنده رول وستایه، په ځانګړي ډول د اختر پر مهال د وروستي اعلان شوي لنډمهاله اوربند په اړه.»

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د ترکیې ولسمشر د افغانستان او پاکستان د جګړې په اړه څه وویل.

د خبرو پر مهال، شهباز شریف په سیمه کې د روان تاوتریخوالي، په ځانګړي ډول پر ترکیې توغندويي بریدونه، کلکه وغندل.

هغه وویل: «د پاکستان ټول ملت په دې ستونزمنو شېبو کې د خپلو ترک وروڼو او خویندو تر څنګ ولاړ دی.»

دواړو مشرانو له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول سیمه‌ییزو لوبغاړو، وغوښتل چې خپل اختلافات د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

1 COMMENT

  1. تو لعنت دې وي پر منافقستان،
    وايي هم په مېخ وهي اوهم په نال یا نعل. د دې لپاره چې له هغو موافقو نه ځان خلاص کړی چې له ترکیې او سعودي عربستان سره یې لاسلیک کړي دي او له بلې خوا له امریکا نه هم یو څه کریدت ترلاسه کړي ، د افغانستان پر مظلومو ولسونو یې د روژې مبارکه میاشت کې بریدونه شروع کړل ، سلګونه بې ګناه خلک یې ووژل . کورونه یې ورته وران کړل او خپل دا تور مخونه یې نور هم پسې تور کړل.
    دا دی اوس نړیوالو ته ځان سپین چرګ معرفي کوي ، ګویا دا افغانستان دی چې پر دوی بریدونه کوي ،
    د دغو ظالمانو او منافقانو کور د وران شي دوی به د جهنم په ټیټه کنده کې وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خوست پېژندنې بيا خپرېدلو ارزښت او اړتيا!

سپين روان نورزی د ادبياتو ټولنپوهنې متخصصين په دې نظر دي چې هر کتاب د خپل چاپ له نېټې وروسته تر لسو کلونو پورې ژوند...