Homeخبرونهد امریکا د استخباراتو مشره وايي، پاکستان ښايي داسي توغندي ولري چې...

د امریکا د استخباراتو مشره وايي، پاکستان ښايي داسي توغندي ولري چې امریکا پرې وولي

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲۸ مه) د امریکا د ملي استخباراتو رئیسې تلسي ګبارډ ویلي چې ښايي پاکستان داسې توغندي ولري چې امریکا ته رسېدای شي.

هغې د امریکا د سناجرګې په یوه کمېټه کې د پوښتنو د ځوابولو پر مهال وویل چې د پاکستان د اوږد واټنه توغندیو په پروګرام کې ښايي داسې بین‌القاروي بالستیک توغندي شامل وي چې د امریکا د ویشتلو وړتیا ولري.

د امریکا د ملي استخباراتو رییسې زیاته کړه چې د پاکستان ترڅنګ روسیه، چین، شمالي کوریا او ایران هم پر داسې پرمختللو توغندیو کار کوي چې هم اتومي او هم عادي وسلې لېږدولی او امریکا ته رسېدلی شي.

تلسي ګبارډ وویل چې دا پرمختګونه د امریکا امنیتي ننګونې زیاتولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت سوم) در قسمت دوم این سلسله ی مقالات گفته شد که آثار و تخلیقات هنری جز مهم فرهنگ انسانی است. شهرت ومقام شامخ بعضی...