تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲۸ مه) سوریې، مصر او قطر هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د موقت اوربند د ټینګېدو هرکلی وکړ.
له جګړې د راوتلې سوریې د باندنیو چارو وزارت ویلي چې د کمکي اختر په مناسبت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کوي او هیله لري چې دا پرېکړه به د تاوتریخوالي د کمولو او په سیمه کې د ثبات په خاطر د دیالوګ د پیلولو لپاره مهم ګام وي.
د سوریې حکومت وايي چې د سعودي عربستان، ترکیې او قطر په منځګړتوب د دې هڅې ملاتړ کوي.
مصر هم ویلي چې د اختر په شپو ورځو کې د افغانستان او پاکستان د اوربند هرکلی کوي او باور لري چې دا ګام به د خبرواترو د رغنده چاپېریال د برابرېدو او د تشدد د پای ته رسېدو لپاره لپاره یو مثبت اقدام وي.
د قطر د باندنیو چارو وزیر دا اوربند د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د تشدد د کمېدو لور ته یو ګام بللی او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه هیوادونه دیالوګ پیل کړي.
تر دې مخکې ترکیې، سعودي عربستان او د ملګروملتو سرمنشي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د موقت اوربند هرکلی کړی و.
دا اوربند یوه ورځ وروسته له دې اعلان شو چې پاکستاني جنګي الوتکو د امېد په نوم په کابل کې د معتادانو پر روغتون بمباري وکړه او تر ۴۰۰ ډېر کسان یې ووژل او تر ۲۶۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.
پرون د اوربند تر اعلانېدو څو ساعته مخکې پاکستان د د افغانستان پر کونړ د توپونو ګولۍ وویشتې چې له کبله یې ۶ تنه کلیوال ټپیان شول.