د سوځلي روغتون مخ ته ډېر نارینه، ښځي او کوچنیان ولاړ دي. څلور ساعته کېږي انتظار کوي. داحمد مور هم په دې ډله کي ولاړه ده، په چیغو،چیغو له هر چا څخه پوښتنه کوي: «زما زوی احمد جان چيری دی؟»
نور ډېر عام خلک، د سرې میاشتې رضاکاران، د روغتیا کارکوونکي او پولیس له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسي تر نړېدلو دېوالونو لاندي په ټپیانو او د مړو په جسدونو پسي ګرځي.
د اطفايي کارکوونکي هم تر اوسه د روغتون په ځینو سیمو کي د اور په وژلو اخته دي.
لوغړن دود، د انسانانو د سوځلو غوښو بوی، د ټپيانو زګیروي، د ژغورونکو ډلي ږغونو، د بېلچو کړپي، د ماتو هندارو شیرینګي او د ښځو ژړا د سوځلي روغتون فضاء ډېره زړه بوږنوونکې کړې ده.
اوس هم ډېر جسدونه او ژوبل کسان تر نړېدلو دېوالونو او را لوېدولو چتونو لاندي دي.
ځیني جسدونه بیا دومره سوځلي دي،چي هیڅ د پېژندندلو نه دي.
په ټول روغتون کي د غم زوږ دی، هرې خواته انساني قتل عام د زړه مراندي غوڅوي.
پر همدې مهال دا ږغونه بیا نور هم د انسان ارواح تر سل چنده اغېز لاندي په وحشي منګولو کي مروړي «دغه دي درې تنه دلته تر خاورو لاندي دي.»
« اه زما ربه! دغه جسدونه یو مخ لولپه سوي دي.» «اف خدایه! د دغه سړي دواړه پښې هلته لرې پرتې دي.»
«آری! هلته وګورئ! د هغه جسد سر نسته.»
«توبه خدایه! دا خو یوازي یو څو ټوټې غوښي دي…؟!»
په لسګونو امبولانسونه یوې او بلي خواته ځي او راځي ، په ټول ښار کې وېره خپره ده.
ټول دولتي او شخصي روغتونونه د زخمیانو او مړو څخه ډک دي.
ډاکټران او نور روغتیایي کارکوونکي د سر ګرولو ته وخت نه لري.
د احمد مور په سرو سترګو تر اوسه همدا یوه پوښتنه کوي: «زما لالیه چېري دی؟»
په دومره لوی قتل عام کي چا ته څه معلومېږي،چي احمد څوک او چیري دی؟
احمد د مور یوازینی زوی دی، پلار یې لس کاله تر مخه په یوه بمي چاودنه کې وژل سوی دی، مور یې پر درې لوڼو او ده باندي سر سپین کړ، خو اوس احمد په دغه خونړب بمبار کي ورک دی.
احمد د اوږدې وزګارتیا له لاسه شپږ کاله په نشو روږد ؤ، یوکال یې لا سم نه دی پوره، چي د معتادینو د درملني دغه روغتون ته یې مور په ډېرو زاریو راوستی، خو اوس یې مړی او ژوندی ورک دی.
پر احمد خپله کوچنۍ درې کلنه لور ډېره ګرانه وه، خو د نشو له لاسه یې نه سوه نازولای!
د ده مور د کونډتوب له هغه لومړیو میاشتو راهیسي په پردي کورونو کي کار کوي او مېرمن یې په مزدورۍ خامکي غاړي رغوي.
د احمد مور نن سهار وختي، چي پر روغتون له بمباره خپره سوې، نو تر دې ځایه په ژړا او وچه ځغاسته راغلې ده له هر چا څخه دا یوه پوښتنه کوي:” زما زوی چیري دی؟”
اوس دادی د روغتون مخ ته د نورو راټولو سویو ښځو، نارینو او ماشومانو په ډله کي حیرانه ولاړه ده، هر امبولانس چي له روغتون څخه راوزي دا ورځغلي، چي کېداسي د زوی مړی یا ژوندی وویني، خو افسوس!!
دلته یوازي احمد نه دی، لس، شل، پنځوس سل، یونیم سل او… بلکي تر څلور سوه زیات تر درملنه لاندي معتادین شهیدان سوي او نژدې درې سوه نور ټپیان دي.
که څه هم اکثره خلک، رضاکاران، پولیس او روغتیا پالان د احمد سپین سري مور ته تسلي ورکوي،خو د دې زړه نه صبرېږي «وای خدایه! کونډي مېرمن او کوچنۍ لور ته به یې څه وایم؟!! زما لالیه زمونږ اسره وه، خو دا اسره مو خاورې ایرې سوه.»
نورې په لسهاوو ښځي او نارینه هم د خپلو اولادونو، زامنو، وروڼو او… حال معلومولو ته راغلي دي، ټول په غم اخته دي او د خپلو خپلوانو جسدونو یا زخمونو لیدلو ته په اوښکو انتظار کوي.
هر څوک د ویر ساندي وایي او د نورو افغانانو په ډول د تېرو پنځوسو کلنو داتکراري ښېرا بیاهم تکراروي: «ای خدایه! د افغانستان دښمنان تباه کړې، دا څه حال دی؟!!»
محمدابراهیم سپېڅلی
بن ښار
١٨/ مارچ / ٢٠٢٦