څه کم ۵۰ کاله وړاندي چي د کابل د کمونیسټي رژیم او وروسته په افغانستان کي د شوروي اتحاد د سرو پوځونو پر ضد جهاد پیل سو نو د جهاد تر ټولو لوی او اساسي مرکز پاکستان وو. علت یې هم دا وو چي پاکستان له افغانستان سره ډیر اوږد سرحد درلود او د افغانستان د حکومت پر ضد د جنګیالیو د اکمالولو او په هغه خاوره کي د پوځي روزني لپاره تر ټولو مساعد ځای وو. له بلی خوا د پاکستان حکومت، په عنعنوي توګه د امریکا او لوېديځي نړۍ دوست او د شوروي اتحاد مخالف او غلیم هیواد وو او په هغه هیواد کي مجاهدینو، د خپلو فعالیتونو لپاره، تر بل هرځای ښه امکانات درلودل.
د پاکستان جمهورریس او د نظام مصطفی موسس جنرال ضیاءالحق او د هغه د آی ایس آی رییس جنرال اختر عبدالرحمن مجاهدینو ته غېږه پرانیستله او د جهاد د پیل له لومړیو شپو ورځو څخه یې مجاهدین پر اوو اتظیمونو او لس هاوو لویو او وړو ډلو ووېشل. جهاد په مستقیمه توګه د پاکستان تر امر او اغېزې لاندي سو او دې اغېز تر دغي شېبی پوري دوام کړی دی.
افغان منورینو، د پخوانیو حکومتونو مامورینو، قومي مشرانو او اعتدال خوښوونکو سیاسیونو، چي نه یې غوښتل د افغانستان جهاد په مستقیمه توګه د پاکستان د حکومت له خوا کنټرول سي، د هیواد د ستونزو د حلولو او د یوه رهبر د ټاکلو لپاره د لویی جرګې طرح وړاندي کړه.
د لویی جرګې د طرحي مشرتوب مرحوم عزیزالله واصفي، چي هم تعلیم یافته او عالم سړی وو. هم خوله ور او زړه ور سړی او هم قومي مشر وو، پر غاړه واخیست. د ۱۹۸۱ کال د سپټمبر د میاشتي شاخوا به وه ( دقیقه نېټه مي هېره ده) چي د کوټي د ښار د پښتون آباد علاقې ته نېژدې د لویی جرګې د غونډېدلو تابیا ونیوله سوه. چا چي سهار وختي د جرګې ځای ته ځانونه رسولي ول، هغوی په وداني کي بند پاته سول او موږ چي د سهار د اتو بجو په شاوخوا کي هلته ورسېدلونو لاري کوڅې پاکستاني عسکرو بندي کړی وې. موږ یې د لرګیو او برچو په زور پسي واخیستلو او چا چي لږ مقاومت کړی وو نو عسکرو ډبولي او څو ورځي یې لا بندیان کړي هم ول. د هغې لویی جرګې هنګامه په هغه ورځ پای ته ورسېدله خو طرح یې تر اوسه پوري دوام لری او چي له هر چا څخه پوښتنه وکړې نو لویه جرګه د ټولو مشکلاتو حل بولي.
دا خبره ټولو ته څرګنده وه چي د لویی جرګې د غوښتونکو مطلب د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه بیرته پاچا کول وه. د پاکستان حکومت هم په دې پوهېدی چي په افغانستان کي یوازینی حکومت، چي هم به مشروع او د ټولو اولسونو په خوښه او هم ثبات راوستلای سي هغه به د ظاهرشاه حکومت وي. پاکستان ته چي خدای د افغانستان د بې ثباته کولو فرصت په لاس ورکړی وو څرنګه به یې وړیا له لاسه ورکاوه. ځکه یې نو د جهاد تر پایه پوري له دې طرحي سره مخالفت او مقاومت وکړ او د ظاهرشاه طرفدداران یې یو په بل پسې قتل کړل. څو د دوی خپل ګوډاګیان یو په بل پسې په افغانستان کي قدرت ته ورسیږي او د هغه هیواد سیاست د دوی په خوښه روان سي.
جرګه په اصل کي مغولي کلمه ده. دا چي پښتو ژبي ته کله ننوتلې او له هغه څخه مخکي پښتنو څه ورته ویل زه معلومات نه لرم. خو دونه ویلای سم چي جرګه معمولاً د کوچنیو قومي موضوعاتو د حلولو لپاره راغونډېدله او داسی هیڅ وخت نه دي پېښ سوي چي قومي جرګې دي په کوم وخت کي یوه لویه سیاسي فیصله کړې وي او که یې کومه فیصله کړې وي نو هغه به هم د یوه لوی او منل سوي مشر یا پاچا په غوښتنه وه. په معاصر افغانستان کي پاچاهانو جرګې خپلو ارادو او طرحو ته د مشروعیت ورکولو لپاره رابللي دي او کله چي یې فیصله ورڅخه ترلاسه کړې ده نو جرګه هم په خپله مخه تللې ده.
پر کابل باندی د پاکستان د وروستی وحشیانه بمبارۍ او د څه باندي ۵۰۰ مظلومو ناروغانو د شهیدولو په ارتباط یوه لیکوال لیکلی دي چي اوس هغه وخت را رسېدلی دی چي طالبان یوه اضطراري لویه جرګه را وبولي، د پاکستان دغه عمل محکوم کړي او ملت د پاکستان پر ضد یوه ملي قیام ته وهڅوي.
لیکوال ته باید دا معلومه وای چي لومړی خو طالبان قومي ارادې ته د مراجعې کولو او لویی جرګې د رابللو سره مخالف دي. هغوی نه د خلکو په اراده باورلري او نه به هیڅ وخت مراجعه ورته وکړي. هغوی به هیڅ وخت نه انتخابات وکړي او نه به لویه جرګه را وبولي. د هغوی لپاره د علماوو نظر، چي مطلب یې یوازي د دوی خپل هم فکره ملایان او د دوی د خپلو مدرسو طالبان دي، مهم دی.
دوهمه خبره دا ده چي زه یې د لومړي ځل لپاره اورم چي د یوه هیواد خلک، د خپل حکومت په لمسون، د یوه خارجي هیواد یا ګاونډي هیواد په مقابل کي قیام ته بلل کېدلای سي. قیام معمولاً او هر وخت د خپل حکومت د استبداد، بې عدالتیو او فساد په مقابل کي د خپلو خلکو پاڅون دی نه د یوه یهرني غلیم هیواد په مقابل کي.
له خارجي یا ګاونډي هیواد سره فیصله یا په ملګرو ملتونو کي کیږي او یا مخامخ د جنګ میدان ته ورسره وزي. که د دې لیکوال خبره، فرض محال، عملي سي. د طالبانو حکومت یوه اضطراری لویه جرګه را وبولي او خلک د حکومت په لمسه او خوښه قیام وکړي نو بیا به څه پیښیږي؟ خلک به لارو کوڅو ته وزي او مرګ پر پاکستان نارې به وهي او وايی به چي د پاکستان حکومت ظالم او د افغانستان د ټولو خلکو دښمن دی؟ نو دا خو تر لمر سپینه خبره ده او د افغانستان مطلق اکثریت نفوس په دې عقیده دی چي پاکستان یو دښمن هیواد دی او باید چي د ټولو وحشیانه حملو ځواب یې ورکړه سي. د دې دښمنۍ اظهار خو قیام ته ضرورت نه لري.
لیکوال لا وروسته لیکي چي طالبان باید وروسته د خلکو رایو ته مراجعه وکړي او د نجونو ښوونځي او پوهنځي پرانیزي. په دې صورت کي به هم په خلکو کي مشروعیت ترلاسه کړي او هم به له بین المللي انزوا څخه وژغورل سي.
د دې ټولو خبرو معنا دا ده چي زموږ څخه لاره ورکه ده. په تیاره کي وارونه کوو او پوهیږو نه چي څوک ولو. زما د ټولوخبره نتیجه دا ده چي لویه جرګه په داخل کي او هغه هم د طالباني نظام په وجود کي امکان نه لری او په بهر کي یې نه امکانات سته او نه د افغانستان پر داخلي وضع باندي کومه اغېزه لرلای سي.
زه نه وایم چي افغانستان له دې اوسني حالت څخه د نجات لوری نه لري. بلکه په دې عقیده یم چي « غر که لوړ دی پر سر یې لارسته» هر مشکل حل لري. خو د دې پر ځای چي هر یو خپله رایه ورکړو او داسي طرحي وړاندي کړو چي له خپلو لوستونکو څخه لاره ورکه کړو بهتره به دا وي چي د افغانستان ستونزي او غمیزي خپلي وبولو او یوه بل ته د غوږ نیولو له لاري یو بین الاقوامي تفاهم ایجاد کړو نه دا چي په لوی لاس له خلکو څخه لاري ورکي کړو.
خو دا یوه خبره په پای کي زیاتوم چي طالبان نه د خبرو خلک دي. نه د خبرو غوږونه لري او نه د خبرو کولو اختیار ورسره دی. که دوی افغانستان خپل هیواد او خپل حکومت مستقل بللای نو د پاکستان د وروستي وحشت په مقابل کي چوپ نه پاتېدل.