Home+د وټس‌اپ ۵ غوره بدیلونه

د وټس‌اپ ۵ غوره بدیلونه

تاند- وټس‌اپ د نړۍ له سترو پیغام‌رسوونکو اپلیکېشنونو څخه شمېرل کېږي او تر ۲ میلیارده ډېر کاروونکي لري، خو له دې سره سره لا هم ډېر کاروونکي ورباندې پوره باوري نه دي.

د محرمیت (پرایوېسي) اړوند ستونزې، د پالیسۍ بدلونونه او د ځینو ځانګړتیاوو محدودیتونه د دې سبب شوي چې کاروونکي د وټس‌اپ بدیلو اپلیکېشنونو ته مخه کړي۔

 د بېلابېلو راپورونو د ارزونې پر بنسټ، که تاسې غواړئ پر خپلو معلوماتو ډېر کنټرول ولرئ او که د ډله‌ییز کار لپاره غوره وسایلو په لټه کې یاست، د وټس‌اپ بدیلونه شته.

د وټس‌اپ بدیلونه

۱- سیګنال (Signal)
سیګنال د هغو کسانو لپاره غوره انتخاب دی چې محرمیت او امنیت ته ډېر ارزښت ورکوي۔ دا اپلیکېشن د ایلن مسک او اېډوارډ سنوډن په څېر مشهورو څېرو هم ستایلی دی۔


سیګنال بشپړ وړیا دی او د متني پیغامونو، غږیزو او وېډیویي اړیکو او ډله‌ییزو زنګونو ملاتړ کوي۔ همدارنګه پیغامونه په خپله له منځه تلونکي (Self-destruct) هم پکې تنظیمېدای شي۔


دا اپلیکېشن د یوې غیرانتفاعي ادارې ملکیت دی چې د پاسورډپوهنې کارپوه موکسي مارلن‌سپایک او د وټس‌اپ له بنسټ‌اېښودونکو څخه براین اېکټن یې مشري کوي. ده په ۲۰۱۷ کال کې د وټس‌اپ د راتلونکي پر سر له فېسبوک سره له اختلاف وروسته شرکت پرېښود۔

۲- ټېلېګرام (Telegram)
که تاسې داسې اپلیکېشن غواړئ چې وټس‌اپ ته ورته وي او د ټیلیفون له شمېرې سره وتړل شي، ټېلېګرام مناسب انتخاب دی۔ خو کارپوهان وایي چې د ټېلېګرام امنیت بشپړ نه دی، ځکه چې سرتاسري شیفر (End-to-End Encryption) پکې په اوتومات ډول فعاله نه دی۔


سره له دې، ټېلېګرام د فایل شریکولو، په خپله د له‌منځه‌تلونکو پیغامونو او تر ۲۰۰ زره غړو پورې د ډله‌ییزو چټونو اسانتیا برابروي۔ دا اپلیکېشن پیغامونه په ټولو وسایلو کې همغږي کوي او کارول یې وړیا دي۔

۳- تریما (Threema)
تریما د بشپړ محرمیت لپاره جوړ شوی اپلیکېشن دی او کاروونکو ته اجازه ورکوي چې په بشپړ ډول بې‌نومه پاتې شي۔ که وغواړئ، کولای شئ دا له خپل ایمېل یا ټیلیفون شمېرې سره وتړئ، خو دا کار لازمي نه دی۔
دا اپلیکېشن د غږیز، تصویري او وېډیویي پیغامونو، ډله‌ییزو چټونو، فایل لېږلو او حتی د نظرپوښتنو جوړولو اسانتیا لري۔


سربېره پر دې، پکې یو خوندي داخلي براوزر هم شته، او معلومات د مرکزي سرور پر ځای د کاروونکي په ټیلیفون کې ساتل کېږي۔


د تریما مرکز په سویس کې دی چې د سختو محرمیتي قوانینو له امله پېژندل کېږي، خو د لږ شهرت او د ۶ ډالرو بیې له امله یې عامه کارونه محدوده دي۔

۴- وایر (Wire)
وایر هم د سویس جوړ اپلیکېشن دی او د محرمیت د سختو قوانینو له امله پېژندل کېږي۔ دا یو شیفري پیغام‌رسوونکی دی چې د متني، غږیز او وېډیویي اړیکو پراخ امکانات لري۔


وایر د GIF، فایل شریکولو او نورو ورته ځانګړتیاوو ملاتړ کوي۔ دا اپلیکېشن د څو وسایلو ترمنځ همغږي کېږي او کاروونکو ته اجازه ورکوي څو بېلابېل حسابونه ولري۔


وایر د Proteus په نوم د خپلې خلاصې سرچینې پروتوکول کاروي چې د سیګنال پر بنسټ ولاړ دی۔ دا اپلیکېشن په منظم ډول امنیتي ارزونې هم تېروي۔ وایر د موبایل او ډیسکټاپ لپاره وړیا دی، خو د سوداګریزو کاروونکو لپاره په پیسو دی.

۵- وایبر (Viber)
وایبر چې د جاپاني ای‌کامرس شرکت «راکوتن» ملکیت دی، په پیل کې د انټرنېټ له لارې د غږیزو اړیکو (VoIP) لپاره جوړ شوی و، خو وروسته یې د متني پیغامونو، غږیزو اړیکو، ډله‌ییزو چټونو او د موبایل او کمپیوټر ترمنځ همغږې نسخې هم وړاندې کړې۔


وایبر ځانګړې بڼې لري، لکه د زیاتې شوې حقیقت (AR) پر بنسټ د سیلفي فلټرونه، ډله‌ییز وېډیویي زنګونه او د «ټولنو» فیچر، چې کاروونکو ته د خوښې موضوعاتو په اړه د نړېوال بحث زمینه برابروي۔


وایبر وړیا دی، خو د «Viber Out» له لارې کاروونکي کولای شي د میاشتې ۶ ډالرو په بدل کې هغو شمېرو ته هم نړیوال زنګونه ووهي چې وایبر نه لري۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...