Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او ایران د سرحدي راکړې ورکړې د پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌یي...

افغانستان او ایران د سرحدي راکړې ورکړې د پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌یي یادښت لاسلیک کړ

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۱۲مه) د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت ځایي چارواکي وایي، نیمروز ولایت ته د ایراني پلاوي له سفر وروسته له افغان چارواکو سره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک شوی، چې هدف یې د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د سرحدي سوداګرۍ پراخول دي.

د دغه ولایت د اقتصادي همغږۍ مرستیال مجیب حسني ویلي، دا هوکړه په ځانګړي ډول د کوچنۍ سوداګرۍ پراختیا، د سرحدي بازارونو فعالول او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ته لار هواروي. هغه زیاته کړې چې ایران د شاه‌ګل، میلک او ګمشاد په سیمو کې د سرحدي بازارونو د پرانیستلو لپاره بشپړ چمتو دی، خو عملي کېدل یې د افغان لوري په چمتووالي پورې تړلي دي.

د ده په وینا، د ایران لوري ته لازمې زیربناوې جوړې شوې دي، او رسمي سوداګري روانه ده، چې پکې د لوی له اختر له رانژدې کېدو سره د مالونو واردات هم زیات شوي دي.

په دې تفاهم‌لیک کې د زیربناوو پراختیا ته هم پام شوی، او د دوو سرحدي بازارونو ترمنځ یوه لنډمهاله لاره هم جوړه شوې چې سوداګري یې زیاته کړې ده. ایران همداراز د دوهم سرحدي پل د جوړولو لپاره چمتووالی ښودلی، خو د پروژې دوام د افغان لوري همغږۍ ته اړتیا لري.

چارواکي وایي چې په پوله کې د ایکس‌رې سیستم د نصبولو، د لارو پراخولو او حتی د رېلګاډي د پروژو پلانونه هم شته. دوی دا اقدامات د دې لپاره بولي چې ګډ سرحد د دوامدارو اقتصادي همکاریو په یوه مهم مرکز بدل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...