Homeخبرونهترکیې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د موقت اوربند هرکلی وکړ

ترکیې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د موقت اوربند هرکلی وکړ

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲۸ مه) ترکیې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کوچني اختر په مناسبت د اعلان شوي اوربند، چې د ترکیې، قطر او سعودي عربستان په غوښتنه ټینګ شو، هرکلی وکړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: «د دې پرېکړې پر بنسټ، موږ هیله لرو چې اوربند به رعایت شي او داسې بهیر ته لاره هواره کړي چې د افغانستان او پاکستان خلکو ته دوامداره سوله او سوکالي راولي.»

سعودي عربستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ

د ترکیې، سعودي عربستان او قطر له غوښتنې وروسته، پاکستان اعلان وکړ چې د چهارشنبې له نیمې شپې څخه د دوشنبې (د مارچ ۲۳مې) تر نیمې شپې پورې به په افغانستان کې خپل پوځي عملیات د اختر په مناسبت وځنډوي.

په وروستیو اوونیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې د جګړو د زیاتېدو له امله خرابې شوې دي، چې له امله یې مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شپې له ۱۲ بجو څخه اوربند ټینګ شو

د فبرورۍ له وروستیو راهیسې، د دواړو هیوادونو ترمنځ نښتو لږ تر لږه ۱۰۷ کسان وژلي دي. په پاکستان کې ۱۳ سرتېري او ۵ ملکي وګړي وژل شوي او یو سرتېری لا هم ورک دی.

افغان چارواکو ویلي چې ۱۳ سرتېري او ۷۶ ملکي وګړي وژل شوي، خو دا شمېر د دوشنبې د وروستي برید قربانیان نه رانغاړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۱۶ پورې یې ۷۶ ملکي وژنې او ۲۱۳ ټپیان ثبت کړي، چې پکې د کابل د «امید» د معتادانو د درملنې مرکز پېښه نه ده شامله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...