Homeخبرونهد افغانستان او پاکستان ترمنځ د شپې له ۱۲ بجو څخه اوربند...

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شپې له ۱۲ بجو څخه اوربند ټینګ شو

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲۸ مه) د افغانستان او پاکستان حکومتونو د چهارشنبې په ورځ هممهاله اعلان وکړ چې د کوچني اختر په مناسبت د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه اوربند کوي.

ذبیح الله مجاهد په دې اړه په خپله خبرپاڼه کې لیکلي:« د ا ا ا، امنيتي او دفاعي ځواکونه د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر د راتلو په مناسبت او همداراز د منځګړو وروڼو اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، د ترکيې جمهوريت او د قطر دولت په غوښتنه د رد الظلم دفاعي عملیاتو د لنډمهاله وقفې اعلان کوي.

د افغانستان اسلامي امارت د منځګړو دوستو هېوادونو له نېک نيت د مننې ترڅنگ ورته څرگندوي، چې اسلامي امارت د افغانستان د ملي امنیت، حريم او د افغانانو د ژوند خونديتوب خپله ملي او شرعي وجيبه گڼي او د گواښ په صورت کي به هر تجاوز ته په میړانه ځواب ورکړي. ان شاءالله»

مجاهد د اوربند د پای ته رسېدو نېټې ته اشاره نه ده کړې خو پاکستان ویلي، دا پنځه ورځنۍ وقفه به د ۲۰۲۶ کال د مارچ د اتلسمې او نولسمې ترمنځ د شپې له دوولس بجو پیل او د مارچ د ۲۳ او ۲۴مې ترمنځ د شپې تر دوولس بجو پورې دوام وکړي.

د اوربند اعلان یوه ورځ وروسته له دې وشو چې د پاکستان له لوري د امېد په نوم د معتادانو پر روغتون په بمبارۍ کې ۴۰۸ کسان ووژل شول او ۲۶۵ نور ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...