Homeخبرونهد مسلمانو علماوو ټولنې د پاکستان برید ستر هلاکت‌باره ګناه وبلله

د مسلمانو علماوو ټولنې د پاکستان برید ستر هلاکت‌باره ګناه وبلله

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲۸ مه) د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې (IUMS) په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې د معتادانو پر روغتون د پاکستان حمله د اسلام له نظره ستره او تباکوونکې ګناه بللې ده.

دې ټولنې ویلي:‌ “د مسلمانو علماوو نړیواله هغه څه څاري په ژوره اندېښنه څاري چې د دوو وروڼو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پېښ شوي، چې د وینې بهېدو او ورانۍ سبب شوې ده. وروستۍ بېلګه یې هغه برید دی چې پر یوه طبي مرکز شوی او په پایله کې یې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي. دا کار په سترو او هلاکت‌بارو ګناهونو کې شمېرل کېږي. تر دې هم ډېر دردناک دا دی چې دا پېښه د روژې د مبارکې میاشتې په وروستیو لسو ورځو کې شوې ده. همدارنګه دا د ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده، ځکه دغه قوانین په هر حالت کې د روغتیايي مرکزونو ساتنه او د هغوی نه ‌په ‌نخښه کول تضمینوي.”

سره له دې چې ګڼو نړیوالو خبري اژانسونو، ملګروملتو او نورو خپلواکو ټولنو تایید کړې چې پاکستان پر بې ګناه ناروغانو خونړی برید کړی، د پاکستان پوځ او د اطلاعاتو وزیر د چهارشنبې په ورځ بیا ټینګار وکړ چې پوځي ځایونه یې ویشتي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...