Homeخبرونهسرمنشي پر کابل د پاکستان برید په کلکه وغانده، د اوربند یې...

سرمنشي پر کابل د پاکستان برید په کلکه وغانده، د اوربند یې هرکلی وکړ

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲۸ مه) ملګروملتو د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د موقت اوربند، چې د کوچني اختر په مناسبت اعلان شوی، هرکلی وکړ.

د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق په یوه خبري غونډه کې وویل: «دا یو مثبت پرمختګ دی.»

هغه زیاته کړه: «موږ هیله لرو چې دا وقفه له اختر وروسته هم وغځول شي.»

ده د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش له قوله د مارچ په ۱۶مه په کابل کې د پاکستان د هوايي برید د «سختې غندنې» یادونه هم وکړه، هغه برید چې راپورونه وایي په کې سلګونه ملکي کسان په یوه روغتون کې دننه وژل شوي او ټپیان شوي دي.

فرحان حق وویل: «سرمنشي یادونه کوي چې د نړیوال بشري قانون له مخې، باید هر وخت د ناروغانو، روغتیايي کارکوونکو او طبي تاسیساتو، لکه روغتونونو درناوی او ساتنه وشي.»

هغه همداراز د پېښې د «خپلواکې او بې‌پرې» پلټنې غوښتنه وکړه.

ګوتریش د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ، د تاوتریخوالي د کمولو او د جګړې د سمدستي بندېدو غوښتنه وکړه. هغه له ټولو اړخونو وغوښتل چې نړیوال قوانین رعایت کړي، په ځانګړي ډول د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي.

هغه ټینګار وکړ چې اړخونه دې د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سم خپل اختلافات د سولې او خبرو له لارې حل کړي.

د ترکیې، سعودي عربستان او قطر له غوښتنې وروسته، افغانستان او پاکستان اعلان وکړ چې د اختر په مناسبت به د مارچ تر ۲۳مې پورې جګړه وځنډوي.

په وروستیو اوونیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې د تاوتریخوالي له امله خرابې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...