Homeخبرونهسعودي عربستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ

سعودي عربستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲۸ مه) سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کوچني اختر په مناسبت د لنډمهاله اوربند هرکلی وکړ.

د شرق الاوسط ورځپاڼې د راپور له مخې، د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: «سعودي سلطنت د دواړو خواوو هغه چمتووالی ستایي چې د سعودي عربستان، قطر او ترکیې د غوښتنې په ځواب کې یې دا اوربند منلی دی.»

شرق الاوسط ورځپاڼې پاسنی عکس هم خپور کړی او ورلاندې یې لیکلي چې په امبولاسنونو کې په روغتون کې د وژل شویو کسانو جنازې د کابل بادام باغ سیمې ته وړل کېږي.

د سعودي د باندنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ټینګار شوی چې «خبرو اترو او سوله‌ییزو حل‌لارو ته لومړیتوب ورکول د روانو شخړو د حل تر ټولو اغېزمنه لار ده.»

سعودي عربستان همداراز خپله ژمنه تکرار کړې چې له وروڼو او ملګرو هېوادونو سره په همکارۍ به د سیمې د سولې، امنیت او ثبات لپاره خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړي.

افغانستان او پاکستان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روژې د پای او د اختر په مناسبت به جګړه ودروي. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د روانې جګړې تر ټولو په خونړي برید کې په کابل کې سلګونه ملکي کسان کسان ووژل شول.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وویل چې حکومت یې له پنجشنبې څخه تر دوشنبې پورې «د ښه نیت او اسلامي اصولو د مراعاتولو په خاطر» عملیات دروي.

بل لور ته، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل چې د افغانستان دفاع «ملي او دیني وجیبه» ده او دوی به هر ډول ګواښ یا برید ته ځواب ورکړي.

له دې جلا د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې (IUMS) په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې د معتادانو پر روغتون د پاکستان حمله د اسلام له نظره ستره او تباکوونکې ګناه بللې ده.

دې ټولنې ویلي:‌ “د مسلمانو علماوو نړیواله هغه څه څاري په ژوره اندېښنه څاري چې د دوو وروڼو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پېښ شوي، چې د وینې بهېدو او ورانۍ سبب شوې ده. وروستۍ بېلګه یې هغه برید دی چې پر یوه طبي مرکز شوی او په پایله کې یې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي. دا کار په سترو او هلاکت بارو ګناهونو کې شمېرل کېږي. تر دې هم ډېر دردناک دا دی چې دا پېښه د روژې د مبارکې میاشتې په وروستیو لسو ورځو کې شوې ده. همدارنګه دا د ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده، ځکه دغه قوانین په هر حالت کې د روغتیايي مرکزونو ساتنه او د هغوی نه ‌په ‌نخښه کول تضمینوي.”

1 COMMENT

  1. په اوربند که یوازي طالب د اختر لپاره وي دغه حماقت ده ! په چټلستان باور کول دغه باور لکه په صیهونیست یهود باور کول دي. طالب بله لاره نه لري باید جنګ تر اټک ورسوي او غوړسري غولخانان ازاد کړي ځکه هغه سوډران وایی سپئ د یم خو سړئ د یم. د افغان ولس لپاره اختر هغه ورځ په غم سوئ سي رذیل اشرار مسود غولبیدین او نور سوډران د کافرستان غیږې ته ولاړل. دغه جهاد نه بلکي د افغان ولس لپاره د فولادو ځنځیر غاړې ته اچول وه. راتلونکي نسلونه په جهاديانو او ددوی په نسل لعنت وایی او په قبرونو به یې غول کوي. درۍ ورځي اوربند دغه تور دجال پنجاب ته برائت ورکول دي. 👎😔تاندیانو ! زه خو ستاسي تربور یم شاید زما اند خپور نه کړۍ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...