Home+په دې ورځ امریکا پر عراق یرغل پیل کړ

په دې ورځ امریکا پر عراق یرغل پیل کړ

تاند- له نن څخه 23 کاله پخوا د ۲۰۰۳ د مارچ په ۱۹ مه امریکا د هماغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش پر بغداد د حملو امر وکړ او په دې پلمه یې عراق سخت ویجاړ کړ چې ګواکي دا هیواد د ډله ییزې وژنې  وسلې لري.

د ۲۰۰۲ کال د اکتوبر په ۱۱ مه د امریکا کانګریس په لوی اکثریت یوه لایحه تصویب کړه چې ولسمشر جورج ډبلیو بوش ته یې پراخ واک ورکاوه چې د عراق پر ضد له قوې کار واخلي.

له امریکا سره په دې جګړه کې بریتانیا او یو شمېر نور لوېدیځ هیوادونه هم ملګري وو.

د امریکا د دې یرغل په نتیجه کې د صدام حسین دیکتاتوري رژیم وپرزېد خو په عراق کې نظم او امنیت له منځه لاړ، د عراقیانو ډیرې شتمنۍ تباه شوې او دا هیواد نژدې یوه لسیزه د جګړې په سور اور کې وسوځېد. لا هم عراق په بشپړ ډول د امریکا د یرغل په نتیجه کې د رامنځته شوې ناامنۍ له شره بشپړ خلاص شوی نه دی خو د امریکا یرغل عراقیان د صدام حسین له بې رحمه رژیمه خلاص کړل.

صدام حسین د ۱۹۳۷ کال د اپریل په ۲۷ د تکریت په العوجه کلې کې په یوه شپنه کورنۍ کې زېږېدلی، له ۱۹۷۹ تر ۲۰۰۳ پورې د عراق ولسمشر و.

دی د بعث ګوند یو مهم غړی و او د دغه ګوند له لوري د ۱۹۶۸ کال په کودتا کې یې کلیدي رول درلود.

صدام حسین، چې د امریکا له حملې وروسته پټ و، د ۲۰۰۳ د دسمبر په ۱۳مه په یوه کور کې ونیول شو.

د ۲۰۰۶ کال د دسمبر په دېرشمه، چې د لوی اختر ورځ وه، په بغداد کې په دار وځړول شو.

امریکا پر عراق له یرغله وروسته په دغه هیواد کې د ډله ییزې وژنې وسلې ونه موندلې.

1 COMMENT

  1. د صدام حسین دیکتاتوري رژیم به منصفانه نه وی بلکه د بوش دیکتاتوري رژیم چه په عراق یی د خپل شوم پلان په اساس تیری او یرغل وکړو. نه یی بیولوژیکی او نه یی نوری وسلې پیدا کړی. د عراق خلک او ملک یی تباه او حکومت یی شیعه ګانو ته وسپاره.

    دا به هم مناسبه نه وی چه: عراقیان د صدام حسین له بې رحمه رژیمه خلاص کړل.
    بلکه بی رحمه امریکا او بوش داسی دسیسی او پلانونه جوړ کړه، چه عراقی ولسونه یی د ابوغریب په زندان کی په بی رحمي شکنجه او حتی د دوی د وحشی سپیو په ذریعه یی بندیان وداړل.
    همداسی د عراق په ښځو او ماشومانو بی رحمه ظلمونه………!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...