Homeخبرونهساینسپوهانو د غاښونو د مینا د بیا رغونې لپاره نوې جیل جوړ...

ساینسپوهانو د غاښونو د مینا د بیا رغونې لپاره نوې جیل جوړ کړي

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۱۴ مه) ساینسپوهان په یوه مهم پرمختګ کې وتوانېدل چې له یوې نوې مادې څخه داسې جیل تولید کړي چې د غاښونو مینا (Enamel) بېرته رغوي او ترمیموي — هغه پرمختګ چې ښايي د غاښونو د درملنې او وقایې په لارو چارو کې انقلاب رامنځته کړي او خلکو ته د دوامدارو حللارو زمینه برابره کړي.

دا څېړنه د بریتانیا د ناتینګم پوهنتون د درمل جوړونې پوهنځي او د کیمیاوي ـ چاپېریالي انجینرۍ د څانګې له لوري، د نړیوالو څېړونکو په همکارۍ ترسره شوې ده. دوی له یوې بیولوژیکي مادې الهام اخیستی چې د تخریب شوې مینا د رغولو، د سالمې مینا د پیاوړتیا او د غاښونو د ورستېدو د مخنیوي وړتیا لري.

د څېړنې پایلې د Nature Communications په معتبرې علمي مجلې کې چاپ شوې دي.

جیل څنګه کار کوي؟ د طبیعي پروتینونو تقلید

دا جیل د فلورایدونو د عادي استعمال په څېر ډیر ژر پر غاښونو لګېږي، خو توپیر یې دا دی چې فلوراید پکې نشته او پر پروتین ولاړه ده. دغه پروتینونه هغو طبیعي پروتینونو ته ورته دي چې د ماشومانو په وده کې د مینا جوړېدو پروسه کنټرولوي.

کله چې جیل ولګول شي:

  • یو نری خو ډېر قوي پوښ رامنځته کوي
  • دا پوښ د غاښ په جوړښت کې ننوځي
  • د مینا په کوچنیو سوریو او درزونو کې تشې ډکوي
  • بیا د یوه محافظوي پوښ (Scaffold) په ډول عمل کوي
  • د خولې په لاړو کې موجود کلسیم او فاسفیټ ځان ته راکاږي

نوې جوړېدونکې طبقه په منظم ډول له اصلي مینا سره یو کېږي او د سالمو غاښونو طبیعي جوړښت او فعالیت بېرته راګرځوي.

دغه ماده حتی کولای شي د بې پوښښ عاج (Exposed dentine) پر سر هم د مینا په څېر طبقه جوړه کړي — یو څه چې د غاښ حساسیت کموي او د ډکولو یا نورو ترمیمي درملنو کیفیت لوړوي.

مینا: هغه ارزښتمنه برخه ده چې خپله نه رغېږي

د غاښونو مینا هغه سخت محافظتي پوښ دی چې که له منځه ولاړ شي، طبیعي رغونه نه لري. د مینا له منځه تلل د غاښ د ورستېدو مهم لامل دی چې نژدې نیمه نړۍ ورسره مخامخ ده.

دا ستونزه:

  • د غاښونو عفونتونه
  • د غاښ له لاسه ورکول
  • او د شکر او زړه ناروغیو خطر زیاتوي

اوسنۍ موجوده درملنه‌یې یوازې د نښو په کمولو تمرکز کوي، نه په اصلي رغونه.

د څېړنې مشر، ډاکټر اپشار حسن، وایي: “مینا داسې ځانګړی جوړښت لري چې د انسان په ټول عمر کې د غاښونو ساتنه کوي. کله چې زموږ ماده په تخریب شوې مینا یا پر بې‌پوښ عاج استعمال شي، کریستالونه منظم او طبیعي ډول رغېږي او د اصلي مینا جوړښت بېرته راژوندی کېږي.”

دوی دا نوې مینا د واقعي ژوند له شرایطو سره سم— لکه په بورس کولو، ژاولو ژوولو، او اسیدي خوړو — هم ازمویلې ده، او نتیجه دا وه چې:

“رغېدلې مینا په ټولو شرایطو کې د سالمې مینا په څېر قوي چلند لري.”

کلینیکي استعمال، خوندیتوب او سوداګریز تولید

دا جیل:

  • خوندي ده
  • ژر استعمالېږي
  • او د پراخ تولید وړتیا لري

ډاکټر حسن وایي:”موږ هڅه کړې چې دا تخنیک د غاښونو د متخصصانو او ناروغانو اړتیاوو ته برابر جوړ کړو. دغه محصول د هر عمر کسانو لپاره مرسته کوي چې د مینا د له منځه تلو یا د عاج د ښکاره کېدو ستونزه لري.”

دا ټیم د Mintech-Bio په نوم خپل سټارټ‌اپ جوړ کړی او هیله لري چې:

“لومړنی محصول به راتلونکی کال بازار ته وړاندې کړي.”

د بیومټریال استاد پروفسر آلوارو ماتا دغه نوښت “یو بدلون راوستونکی پرمختګ” بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...