Homeخبرونهد افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مالدیف په کوربه‌توب لوبلړۍ کې...

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مالدیف په کوربه‌توب لوبلړۍ کې لوبېږي

تاند (دوشنبه د ثور/ غويي ۱۴مه) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې ملي لوبډله به د مالدیف په کوربه‌توب په نړیواله لوبلړۍ کې ګډون وکړي.

یاد فدراسیون زیاته کړې، چې دغه سیالۍ به د روان کال د جون په لومړۍ نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۰مې به دوام وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې دا خبر خپور کړی دی.

سرچینې په خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د پاکستان او مالدیف ملي لوبډلې او د بنګله ‌دېش تر ۲۳ کلنو کم عمره لوبډله هم برخه ولري.

دغه لوبډلې به  یو د بل سره به سیالۍ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ښکلا او چوپتیا امپراتوري| اصف بهاند

د څوکرښو یون‌لیک دا لنډ یادداشتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفي‌ډول ترسترگو شول. د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر...