Homeخبرونهمسوولان: تر دې دمه له ۱۴زره ډېر افغان حاجیان سعودي ته رسېدلي

مسوولان: تر دې دمه له ۱۴زره ډېر افغان حاجیان سعودي ته رسېدلي

تاند (دوشنبه د ثور/ غويي ۱۴مه) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي چې، تر دې دمه ۱۴زره او ۵۲۳ حاجیان سعودي عربستان ته د حج د فریضې د اداینې لپاره رسېدلي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې، یاد شمېر حاجیان په ۴۶ الوتنو کې سعودي عربستان ته لېږدول شوي.

د دغه وزارت په وینا؛ ټاکل شوې د هرات له لارې د دوو نورو الوتنو په وسیله د لوېدیځ زون پاتې حاجیان هم مدینې ته ولېږدول شي چې، دې سره به دغه لړۍ بشپړه شي.

په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهار او هرات زونونو څخه جدې ته د حاجیانو د لېږد نوې الوتنې به هم پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ له څلورو زونونو څخه ټولټال د ۳۰زره افغان حاجیانو د لېږد لړۍ پیل شوې ده.

سږکال به د افغانستان له څلورو لویو زونونو څخه په ۹۶ الوتنو کې حاجیان ولېږدول شي چې په دې کې ۱۵زره حاجیان به په مستقیم ډول مدینې منورې او ۱۵زره نور به د جدې هوایي ډګر له لارې مکې مکرمې ته ولېږدول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت سوم) در قسمت دوم این سلسله ی مقالات گفته شد که آثار و تخلیقات هنری جز مهم فرهنگ انسانی است. شهرت ومقام شامخ بعضی...