تاند (دوشنبه د ثور/ غويي ۱۴مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د زندانونو چارو د سمون اداره وایي چې، د طالبانو د حکومت له بیا واکمنۍ راهیسې له بهرنیو هېوادونو د افغان بندیانو د لېږد کمېټه جوړه شوه.
د یادې ادارې ویاند محمدنسیم لالهاند زیاته کړې چې، د دغې کمېټې له لارې یې تر اوسه له ایران څخه شاوخوا ۲زره په بند محکوم افغان بندیان افغانستان ته را لېږدولي دي.
یاد بندیان د زندانونو د سمون چارو ادارې ته سپارل شوي دي.
د لالهاند په وینا په رالېږدول شوو بندیانو کې ځینو یې د بند موده بشپړه او یو شمېر یې لا هم په زندانونو کې دي.
نوموړي ویلي، هېوادونه په دې شرط بندیان ورسپاري، چې هغوی به د بند پاتې موده په خپل هېواد کې پوره کوي.
لالهاند دغه راز ویلي، د افغان بندیانو کمېټې له لارې د ایران په ګډون ګڼو هېوادونو سره د افغان بندیانو د لېږد په اړه خبرې روانې دي.