تاند (دوشنبه د ثور/ غويي ۱۴مه) ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولان وایي، چې نن یې په جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ کې د نارنج ګل دودیزې میلې او مشاعرې ترسراوي ته ترتیبات نیولي دي.
یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، دغه مشاعره به د سراج العمارت بڼ په کرکټ لوبغالي کې د مازیګر په درې بجو پيلېږي.
خبرپاڼه کې راغلي چې، دې مشاعرې ته د هېواد له بېلابیلو ولایتونو نوموتي شاعران رابلل شوي او له هېوادوالو په ځانګړي ډول له ختیځ مېشتو ته هم په دې مشاعره کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
دا مشاعره هر کال د نارنج د ګل د غوړېدو پرمهال په ننګرهار کې ترسره کېږي؛ خو تېر کال په دغه مشاعره کې د خدای بښلي شاعر مطیع الله تراب تر شعر وروسته په هېواد کې طالبانو د مشاعرو په ترسره کېدو هم تر امر ثاني بندیز لګولی وو.
د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت خپلو اړونده ټولو ادارو ته امر کړی، چې تر امرثاني پورې به هیڅ ډول مشاعره نه ترسره کوي.
خدای بښلي شاعر مطیع الله تراب د طالبانو مشر ته د شعر په ژبه د را څرګندېدو او کابل ته د راتګ وړاندیز کړی وو او په خپل شعر کې یې له طالبانو غوښتي وو چې لویه جرګه جوړه کړي او د حکومت کولو لپاره له ولس څخه پوښتنې وکړي.
چې شی نه وي، څه شي به ولس ته راڅرګند شي . هیله ده د دوی معذرت ومنئ!!!!
دا مشاعره د نارنجو د باغونو د کینولو او بیا د هغو ثمر ته رسیدلو او دغو میکانیزه فارمونو کی د زیار او زحمت په درناوی او قدردانی د حوت اخره هفته یا دحمل اوله هفته کی جوړیده او زیاتره د ګل او پسرلی او برکتونو او ادبی نزاکتونو لرونکی به وه ، نه سیاسی مبتذله، تبلغاتی، ریشخند، او بی هدفه. اوس دا د ثور پای وګوره او دا نارنچ ګل چی یو هم ندی پاتی!! دخدای دپاره دا فرهنګ مو مه را مسخره کوی اسلام حو مو ریشخند کړ پښتون قوم مو په دنیا وشرماو، ټول مو بیزاره کړل
جهالت نور ښکر لری
هیڅ تغیر اوتبدیل نه لری رحمانه
تل تر تله برقرار دی رب زما
دولایت مرستیال دشپږم صنف په کچه خپله پټاکۍ وینا کې ولس ته دسپکاوی خبرداری ورکړ چې څوک به مولا او نامشروع توره ډله نه غندی ! داڅه مانا مولا خو خپله لمن لکه حفیظالله امین په خپله په سر را اًړوی دلته خو ملامت اوسلامت دواړه په ډاګه دی!