تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۱۴ مه) د پاکستان وايي چې ټي ټي پي په تېرو پنځو میاشتو کې په خیبرپښتونخوا ایالت کې د بېپیلوټه الوتکو (ډرون) سلګونه بریدونه کړي چې دوی اکثره شنډ کړي دي.
د پاکستان پولیس ادعا کوي چې په ۵ میاشتو کې یې د بې پېلوټه الوتکو د ۲۴۶ بریدونو مخه نیولې ده.
د پولیسو په وینا ډېری بریدونه په بنو کې شوي دي. پاکستاني چارواکي وايي، وسلوالې ډلې—په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان—په زیاتېدونکي ډول له تجارتي ډرونونو څخه کار اخلي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو د ویشتلو په هدف په بې پېلوټه الوتکو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کوي.
د پاکستان امنیتي ادارې زیاتوي چې د سیمې د دوامدارو ګواښونو له امله لا هم د پوره تیارسی په حالت کې دي.
پاکستاني لوری دا هم ادعا کوي چې ځینو وسله والو ډلو د امریکا وسلې هم ترلاسه کړي، خو افغان طالبانو مخکې دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې ټولې وسلې د دوی تر کنټرول لاندې دي.