Home+سپېڅلی جبر: د طاغوت تر ټولو خطرناکه بڼه

سپېڅلی جبر: د طاغوت تر ټولو خطرناکه بڼه

ليکنه: ډاکټر وائل کريم

ترجمه: تاند انديش

کله چې په عامه ذهنیت کې د “طاغوت” مفهوم یادیږي، ذهن سمدلاسه یو ځانګړي تاریخي بت یا یو ځانګړي سیاسي ظالم ته ځي؛ ګواکې طاغوت د یو کس یا یوې مجسمې نوم دی. خو قرآن طاغوت په داسې سادګۍ نه وړاندې کوي، بلکې هغه په یو دقیق معرفتي-وجودي جوړښت کې راولي، چې طاغوت پکې یوه داسې پدیده ده چې په هر زمان کې تکراریږي؛ ځکه دا له مادې یا نومونو سره تړلې نه ده، بلکې له هغه منطق سره تړلې ده چې د انسان او حق ترمنځ اړیکه اداره کوي.

د دغه منطق تر ټولو روښانه انځور د الله تعالی په دغه قول کې دی: {لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ ۚ فَمَن يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ لَا انفِصَامَ لَهَا ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ}. دا ایت یوازې یوه عامه اخلاقي جمله نه ده، بلکې د کار یو بشپړ سیستم دی: د جبر په نفي کولو پیل کیږي، بیا اعلانوي چې سمه لاره (رشد) له بې لارۍ (غي) څخه بېله او څرګنده شوې ده، بیا پر طاغوت کفر پر الله باندې د ایمان لپاره یو مخکینی شرط ګرځوي، او په پای کې وايي چې یوازې همدغه لاره “عروة الوثقی” (هغه کلکه کړۍ چې نه شلیږي) ته رسیږي. د دغه ایت ترتیب په یوازې ځان کافي دی چې دودیز پوهاوی سرچپه کړي: قرآن یوازې دا نه وايي چې “پر الله ایمان راوړئ”، بلکې په ضمني ډول وايي: تر څو چې لومړی له طاغوت څخه ازادي ترلاسه نه شي، پر الله رښتینی ایمان نه شي راتلای.

له همدې ځایه، جبر یوازې یوه سلوکي تېروتنه نه ده چې له مومنانو یا ادارو څخه واقع کېږي، بلکې دا پخپله د طاغوت بنسټیزه نښه ده. ایت د جبر په نفي کولو پیلیږي، ځکه جبر هغه طبيعي چاپېریال دی چې طاغوت پکې ساه اخلي؛ چېرته چې جبر وي هلته طاغوت شته، او چېرته چې جبر له منځه لاړ شي طاغوت په خپله نړیږي، که څه هم دیني او سیاسي شعارونه پر خپل ځای پاتې وي. الله تعالی ایمان د یو جبري اطاعت په توګه نه راپېژني، ځکه جبري اطاعت ښايي یو ظاهري غاړه ایښودل رامنځته کړي، خو ایمان نه شي جوړولای. ایمان د ګواښ لاندې نه رامنځته کیږي، د وېرې په غېږ کې نه لوییږي او د عقل په درولو (تعطیل) نه بنا کیږي؛ ایمان د شعور یو فعل دی، او شعور یوازې د ازادۍ په فضا کې زیږېدی شي. نو ځکه، “لا اکراه في الدین” باید یوازې د یوې معترضې جملې په توګه ونه لولو، بلکې د داسې یو اعلان په توګه یې ولولو چې رښتینی دین پر قهر او زور نه دریږي، او هر هغه دین چې د جبر په یو سیستم بدل شي، هغه له الله څخه د طاغوت لوري ته انتقال دی، که څه هم په هر خطاب کې د الله نوم یاد کړي.

بیا دا پرېکنده جمله راځي: {قد تبيّن الرشد من الغي}؛ ګواکې دا وایي چې حق کله “حق” وي، نو نه لرګي (سوټي) ته اړتیا لري، نه محکمې ته او نه هم تعقیب ته. رشد په خپله څرګندیږي او بې لاري په خپله رسوا کیږي؛ نو که چېرې جبر ته اړتیا پېښه شوه، دا د دې نښه ده چې د “څرګندېدو” (تبيّن) مخه نیول شوې یا مسخه شوې او یا هم د وېرې د تولید تابع شوې ده. دلته د اوسني طاغوت حقیقت رابرسېره کیږي: هغه له حقیقت سره مخامخ جګړه نه کوي، بلکې د “تبيّن” (څرګندېدو او پېژندنې) پر ضد جګړه کوي، یعنې د انسان د تميیز او تشخیص د وړتیا پر ضد جګړه کوي. طاغوت نه غواړي چې ته وګورې، بلکې غواړي چې ته پیروي وکړې؛ نه غواړي چې ته وپوهېږې، بلکې غواړي چې ته تسلیم شې؛ نه غواړي چې ته پوښتنه وکړې، بلکې غواړي چې ته غلی شې. له همدې امله طاغوت تل په ابهام او د جوړې شوې سپېڅلتیا (مقدس) په سیمو کې کار کوي، او په هغو ځایونو کې چې عقل د “تور” په واسطه، وجدان د “وېرې” په واسطه او انسان د “ګوښه والي” په واسطه کلابند کیږي.

په دې توګه، د {فمن يكفر بالطاغوت ويؤمن بالله} جمله د یو عقیدتي شعار پر ځای د ازادۍ یو پروګرام ګرځي. “پر طاغوت کفر” سپکاوی یا ښکنځل نه دي، بلکې پخپله د جبر د منطق یوه ژوره ردېدنه ده: د حقیقت د انحصار ردول، د شعور د مصادرې ردول، او د دې خبرې ردول چې یوه اداره — که هغه دیني وي که سیاسي یا ټولنیزه — د انسان او د هغه د پېژندنې او ټاکنې د حق ترمنځ په یو جبري منځګړي بدله شي. له همدې امله قرآني ترتیب د لټ شعور لپاره ټکان ورکوونکی دی: پر طاغوت کفر تر الله پر ایمان وړاندې دی، ځکه څوک چې د جبر له سلطې ازاد نه شي، ایمان ته نه شي رسېدای، بلکې د هغه “اطاعت” اسیر به پاتې وي چې ښايي د دين په رنګ شوی وي خو له دین څخه نه وي. طاغوت اطاعت غواړي، خو الله شعور غواړي. طاغوت پیروان جوړوي، خو الله ازاد او مسؤل انسانان جوړوي.

که واقعیت ته وګورو، وینو چې طاغوت بېلابېل مخونه لري خو په جوهر کې یو دی: دیني طاغوت چې د الله د تفسیر انحصار کوي او پوښتنه تکفیروي، سیاسي طاغوت چې واکمني سپېڅلې ګڼي او مخالفت جرم بولي، ټولنیز طاغوت چې د دود په نوم بېل رنګ ځپي، او فکري طاغوت چې نقد منع کوي او شعور ته د شیطان صفت ورکوي. دا ټولې بڼې په لباس کې توپیر لري، خو په یوه ټکي کې سره یوځای کیږي: د “حق”، “مصلحت” یا “ثوابتو” په نوم د جبر تولیدول. دلته سپېڅلتیا د کنټرول په وسیله بدلیږي، ارزښتونه په زنځیرونو بدلیږي، او دین — د دې پر ځای چې ازادي وي — د انسان د ازادۍ د مجازات کولو په یوه اداري دستګاه بدلیږي.

له همدې امله قرآن پایله نه په کومې ډلې پورې په تړاو او نه په مذهبي تعصب کې بولي، بلکې په “عروة الوثقی” پورې په نښلېدو کې یې بولي: {فقد استمسك بالعروة الوثقى لا انفصام لها}. عروة الوثقی کومه داسې اداره نه ده چې خلک مجبور کړي، نه داسې واکمني ده چې مخالفین وځپي او نه داسې نظام دی چې ځان په قمچینه تپي؛ بلکې دا د انسان او حق ترمنځ یو داخلي پیوستون دی، یوه داسې اړیکه چې ساتونکو ته اړتیا نه لري ځکه چې پر “تبيّن” (پېژندنه) ولاړه ده، او نه شلیږي ځکه چې پر وېره نه ده جوړه شوې. له همدې ځایه، اوسنی طاغوت په یو تعریف کې رالنډېدای شي: طاغوت هر هغه جبري جوړښت دی — که دیني وي، که سیاسي، ټولنیز یا فکري — چې د تشخیص او ټاکنې په برخه کې د انسان ازادي مصادره کړي، او د الله، حق، وطن یا عامه مصلحت په نوم د عقل او وجدان ځای ونیسي. په دې توګه، رښتینې جګړه د شعارونو په څېر د “مومن او کافر” ترمنځ نه ده، بلکې د هغې ازادۍ ترمنځ ده چې شعور او مسؤلیت تولیدوي، او د هغه جبر ترمنځ ده چې رمه او تسلیمېدل تولیدوي؛ د هغه “تبيّن” ترمنځ ده چې د رشد دروازه پرانیزي، او د هغه “طاغوت” ترمنځ ده چې دا دروازه په زور تړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ادبي جایزې، د خلاقیت هڅونه که د اعتبار ازموېنه     

عبدالوکیل سوله مل ادبي جایزې د ادبیاتو د ودې او غوړېدو یوه له مهمو وسیلو څخه ګڼل کېږي. د دغو جایزو له لارې نه یوازې...