تاند ( دوشنبه د مرغومي – جدي ۲۲مه) د ایران په لاریونونو کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د وژلکېدو له امله ایراني حکومت هلته درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.
ایراني رسنیو ویلي چې، د دغه هېواد ولسمشر، مسعود پزشکیان پر وژلشویو امنیتي ځواکونو خواشیني ښودلی او د ایران له خلکو یې غوښتي چې په دغه ماتم کې ګډون وکړي.
د دغو لاریونونو له امله تر دې دمه نږدې ۵۰ امنیتي ځواکونه او شاوخوا ۴۸۰ لاریونوال وژل شوي دي.
د ایران حکومت ویلي چې دا تاوتریخوالي وروسته له هغې شوی چې د لاریونوالو په منځ کې وسله والو کسان ننوتلي او امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅې کړې وې.
تېره ورځ د ایران ولسمشر له رسنیو سره په خبرو کې لاریونوالو ته د «ترهګرو» خطاب کړی و او ویلي یې وو چې دښمن داسې ترهګر رالېږلي چې د لاریون پرمهال یې جوماتونه او بازارونه سوځولي وو.
مسعود پزشکیان ټینګار کړی چې، هېڅوک به پرېنږدي چې عام امنیت ګډ وډ کړي.
په ایران کې د کمزوري اقتصادي وضعیت په خاطر د حکومت ضد لاریونونه له تېرو دوو اوونیو راهیسې پیل شوي او لا هم ادامه لري.