Homeسپورت‏ویرات کولي د سچن ټنډولکر بل ریکارډ هم مات کړ

‏ویرات کولي د سچن ټنډولکر بل ریکارډ هم مات کړ

تاند( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۲مه) د هند د ملي لوبډلې مشهور توپ وهونکی ویرات کولي د پخواني هندي کرکټ ستوري سچن ټنډولکر یو بل ریکارډ هم مات کړ.

ویرات کولي په نړیوال کرکټ کې د ۲۸۰۰۰ منډو جوړولو تر ټولو چټک توپ وهونکی شو.

هغه دا لاسته راوړنه پرون د یکشنبې په ورځ د نیوزلینډ پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ترلاسه کړه.

کولي په دغو لوبو کې د ۹۳ منډو غوره پاڼۍ وکړه او همدا پانۍ د تنډولکر نه د مخکې تګ لامل شو.

ویرات کولي په ۶۲۴ نړیوالو پاڼیو کې د ۲۸۰۰۰ منډو هدف پوره کړ او تر سچن مخکې شو

تر کولي وړاندې دا ریکارډ د سچن ټنډولکر سره و.

هغه په ۶۴۴ اننګزونو کې ۲۸۰۰۰ منډې بشپړې کړې وې خو کولي تر سچن په کمو لوبو کې دا هدف پوره کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...