Homeخبرونهمسوولان: کندوز کې یوه خبریاله له څلورو ښځو سره نیول شوې

مسوولان: کندوز کې یوه خبریاله له څلورو ښځو سره نیول شوې

تاند( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۲مه) کندوز کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند ویلي چې، په دې ولایت کې یې د ناظره رشیدي په نامه د سیمه ییزو رسنیو یوه پخوانۍ خبریاله له څلورو نورو ښځو سره نیولې ده.

جمعه الدین خاکسار وایي، نوموړې د یوې جنایي قضیې په تور له څلورو نورو ښځو سره نیول شوې ده.

خاکسار زیاتوي چې، د اغلې رشیدي نیول کېدل د هغه په رسنیز فعالیت پورې هېڅ تړاو نه لري او په خبره یې په دې تړاو خپاره شوي راپورونه ناسم دي.

خاکسار په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم د یادې خبریالې د کورنۍ غړو لا څه ویلي دي.

افغانستان کې د خبریانو پر وړاندې فضا که څه هم محدوده شوې خو، رسنیز فعالان بیا زیاتوي چې، ښایي دا لومړی ځل وي چې، یوه ښځینه خبریاله دې په دې تور نیول کېږي.

دوی هیله مندي ښیي چې، پر اغلې رشیدي لګېدلی تور ناسم ثابت او هغه بېرته ژر له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...