تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدې ۲۲مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) اعلان کړی چې د جاپان د حکومت په همکارۍ به په افغانستان کې ۱۶۵ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.
یونیسف وایي، دا ښوونځي به په ۹ ولایتونو کې بیا رغول کېږي، څو ماشومان زدهکړو ته دوام ورکړای شي.
یونیسف د یکشنبې په ورځ د جدی میاشتې په ۲۱مه، په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې د ننګرهار د یوه تازه رغول شوي ښوونځي (توکل بابا) عکس خپور کړی چې څو ماشوم زده کوونکي یې ترڅنګ خوشاله ښکاری.
Mikail and his friends head to class at Tawkal Baba High School, Nangarhar, alongside a newly rebuilt school building.
With @JapaninAFG and @JapanGov, @UNICEFAfg is reconstructing 165 schools across 9 provinces in #Afghanistan so children can keep learning. pic.twitter.com/1ly3k48p4B
— UNICEF Afghanistan (@UNICEFAfg) January 11, 2026
یونیسف د روان کال د میزان په میاشت کې ویلي و چې تر دوه میلیونه زیات ماشومان له زدهکړو محروم دي او تر ۹۰ سلنې زیات لس کلن ماشومان په افغانستان کې د ساده متن لوستلو توان نه لري.
د دې ادارې په وینا، ډېر زدهکوونکي «ښوونځي ته ځي، خو څه نه زده کوي.»
یونیسف دغه وضعیت د طالبانو د کمزورو او محدودو ښوونیزو پالیسیو پایله بللې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې اټکل کړی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به نژدې څلور میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شي، چې د دې ادارې په وینا دا به د هېواد پر راتلونکې ژورې منفي اغېزې ولري.
طالبانو له واک ته رسیدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړې. که څه هم دوی په پیل کې ویل چې دا بندیز موقتي دی او تر بلې خبرتیا پورې دی خو اوس په دې اړه هیڅ نه وايي.