تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۲مه) د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدی وایي، د پاکستان مرکزي حکومت د خپلو هغو ادعاوو په اړه روښانه شواهد وړاندې کړي چې، د دوی په فکر د افغانستان خاوره د دوی پر وړاندې کاريږي.
افریدی وایي، هغه هېوادونه چې له افغانستان سره ګډه پوله لري تر اوسه په دې تړاو هېڅ شکایت نه لري اږ نه هم دا ډول ادعا لري.
سهیل افریدی داسې مهال د روښانه شواهدو پر وړاندې کولو ټینګار کوي چې، د پاکستان حکومت په ځلونو ادعا کړې چې، ګواکې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارېږي او برعکس بیا د طالبانو حکومت دا ادعا په ځلونو رد کړې ده او د پاکستان داخلي ناامني یې د دوی کورنۍ مسله بللې ده.
افغانستان کې د طالبانو حکومت په ځلونو ډاډ ورکړی چې، د افغانستان له خاورې د بل هېڅ هېواد پرضد استفاده نه کېږي او نه به دوی دې کار ته اجازه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د همدې مسلې پر سر کړکیچنې شوي او له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ هر راز سوداګري بنده ده.
د دې ستونزې د حل په موخه په قطر او ترکیه کې مذاکرات هم وشول خو بې پایلې پای ته ورسېدل.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدی وایي، د پاکستان مرکزي حکومت (دی) د خپلو هغو ادعاوو په اړه روښانه شواهد وړاندې کړي چې، د دوی په فکر د افغانستان خاوره د دوی پر وړاندې کاريږي.
تاند باید د خپل خبر لومړی پاراګراف اصلاح کړی کنه هیڅه معنی نه ترې ترلاسه کېږي.
مننه!