Homeخبرونهد پاکستاني پولیسو پر موټر چاودنه کې ۶ پولیس وژل شوي

د پاکستاني پولیسو پر موټر چاودنه کې ۶ پولیس وژل شوي

تاند( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۲مه) د پاکستان د پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ ګومل بازار پولیسو سټیشن ته څېرمه د امنیتي ځواکونو پر موټر ریموټ کنټرول بم چاودنه شوې ده.

پاکستانۍ رسنۍ وایي چې د دې چاودنې له امله شپږ پولیس وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا، زغرګاډی د ګومل پولیسو سټیشن نه ټانک ته روان و چې، د ګومل بازار سړک کې چاودنه پرې شوې ده.

ځايي امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې، د چاودنې په پایله کې د پولیسو موټر ویجاړ شوی او شپږ پولیس وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا، د ګومل پولیسو سټیشن اضافي ایس ایچ او اسحاق خان هم وژل شوی دی.

دغه راز دویمه چاودنه بیا د لکي مروت صدر تاڼې پر مسول رازق خان چې پر ګزمې بوخت و شوې ده.

په دغه چاودنه کې د نوموړي په ګډون درې پولیس ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې چاودنو مسولیت په غاړه نه دی اخېستی.

پاکستان په دې وروستیو کې د نا امنیو په لومه کې راګیر او خلک یې د امنیت په ارمان شپې سبا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...