تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۲۹مه』په هرات ولایت کې هېواد ته له ایرانه د راستنو شويو کډوالو يو ۵۸۰ ډوله بس موټر ترافيکي پېښه کړې او اور يې اخيستی دی.
هرات کې طالب سرچینې وایي، چې په دې پېښه کې له ايرانه د ستنو شويو کډوالو بس لومړی له يو موټرسايکل او له هغه وروسته له مازده موټر سره ټکر کړی.
وروسته بس اور اخيستی او پکې سپاره ۷۳ تنه مسافرين ټول سوځېدلي دي.
طالب سرچینې وایي، په دې پېښه کې ۵۴ تنه لويان او ۱۷ تنه ماشومان وژل شوي دي.
پاتې نور د بس عمله ده، چې ټول ۷۳ تنه پکې وژل شوي دي.
دغه ډول پېښې تر دې پخوا هم شويدي، خو تر اوسه د مخنيوي هېڅ ډول اقدامات ګټور ندي ثابت شوي.
افغانستان کې تر جګړې وروسته ډېر خلک په ترافیکي پېښو کې وژل کېږي.
عام خلک تمه لري چې حاکم نظام به د دې ستونزې جدي غمه کوي او هغه موټر چلوونکی چې بې احتیاطي کوي مخنیوی به یې کوي.
د ترافیکي پېښو لوی لاملونه د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو له لوري د ترافیکي قوانینو نه مراعت یادېږي.