جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهنن کابل د پاکستان او چین د درې اړخیزه ناستې کوربه دی

نن کابل د پاکستان او چین د درې اړخیزه ناستې کوربه دی

تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۲۹مه』ټاکل شوې ده، نن (چهارشنبه) د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان-پاکستان-چین درې اړخیزې ناستې کې د ګډون لپاره، کابل ته سفر وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس، ضیا احمد تکل، پرون (سه‌شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه خبرې وشي.

د خبرپاڼې له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د اړیکو د پیاوړتیا او اقتصادي همکاریو په اړه هم خبرې وکړي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د داسې یوې درې اړخیزې ناستې کوربه دی او د هېواد د اقتصادي او امنیتي راتلونکي د ارزونې لپاره د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران کابل ته بلل شوي دي.

د راپور له مخې، په دې یوه ورځنۍ غونډه کې به ټول هغه موضوعات وڅېړل شي چې د افغانستان له سولې، امنیت او پراختیا سره تړاو لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار، او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به له خپلو لوړپوړو پلاوي غړو سره په دې غونډه کې ګډون وکړي.

وروستۍ درې اړخیزه ناسته د همدې درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ د روان کال د مې په ۲۱مه نېټه په بیجینګ کې ترسره شوې وه.

د نن ورځې درې اړخیزه غونډه به په کابل کې د پاکستان، چین او افغانستان ترمنځ د تېرې ناستې مهمې لاسته راوړنې وڅېړي.

د چین – پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د پراختیا او غځولو موضوع، سولې، امنیت او پرمختګ سربېره د هغو ترهګرو ډلو فعالیتونه،چې د افغانستان په خاوره کې شتون لري، د دې غونډې د اساسي بحثونو برخه جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب