جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونه‏ایران د ۶ افغانانو په ګډون ۱۲ تنه به دار ځړولي

‏ایران د ۶ افغانانو په ګډون ۱۲ تنه به دار ځړولي

تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۲۹مه』 د بشري حقونو سازمان «حال وش» وایي چې د ایران حکومت د بندر عباس مرکزي زندان په ګډون په بېلابېلو زندانونو کې ۱۲ کسنان په دار ځړولي چې، له ډلې یې شپږ تنه افغانان دي.

دغه سازمان په یو راپور کې ویلي، چې یاد کسان روانه اوونۍ اعدام شوي دي.

د راپور پر بنسټ، اعدام شوي کسان د نشه يي توکو، وژنې، جنسي تیري او سیاسي فعالیتونو په تور نیول شوي وو.

له دې وړاندې د بشري حقونو «ههنګاو» سازمان ویلي و، چې په ایران کې د ۲۰۲۵ کال په تېرو ۸ میاشتو کې د ۴۶ افغانانو په ګډون ۸۰۰ کسان اعدام شوي دي.

ایران له دې وړاندې هم د بېلابېلو جرمونو په تور یوشمېر افغانان په دار ځړولي، خو د یادو افغانانو د جرمونو څرنګوالي او څېړنو په تړاو تل پر دغه هېواد نیوکې شوي دي.

بل لورته د بشري حقونو ګڼو سازمانونو له ایران غوښتنه کړې چې د اعدام لړۍ دې ودروي، خو له دې سره سره بیا هم دغه هیواد دا لړۍ دوامداره ساتلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...