جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونه‏د هرات ـ کابل پر لویه لار ټرافیکي پېښه کې د مړو...

‏د هرات ـ کابل پر لویه لار ټرافیکي پېښه کې د مړو شمېر ۷۹ ته ورسېد

تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۲۹مه』د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د هرات ـ کابل پر لویه لار د تېرې شپې د خونړۍ ټرافیکي پېښې له امله ۷۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، دا پېښه د سې شنبې په شپه د اګست په ۱۹ مه نېټه ماښام شاوخوا اته بجې او ۳۶ دقیقې هرات ولایت کې رامنځته شوه.

د قانع په وینا، په دې پېښه کې ۷۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ۱۹ ماشومان هم په کې شامل دي.

نوموړی زیاتوي یو بل کس پکې ټپي شوی هم دی، چې تر درملنې لاندې دی.

یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د «۵۸۰» مسافر وړونکی موټر له اسلام‌قلعه څخه د کندهار ـ کابل پر لور روان و، د لاریو د کمیسیون په سیمه کې له یو مازدا موټر او موټر‌سایکل سره ټکر وکړ او وروسته یې اور واخیست.

د پېښې له رامنځته کېدو سره سم پولیس، د ژغورنې ډلې او د هرات امبولانسونه سیمې ته ورسېدل او د قربانیانو جسدونه یې انتقال کړل.

د پېښې قربانیان له ایرانه تازه راستانه شوي کډوال دي.

مسوولین زیاتوي چې د پېښې د اصلي علت د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

پخواني ولسمشر حامدکرزي او افغانستان کې د اروپایي اتحادیې استازولۍ په دې پېښې خواشیني ښودلې او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب