پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب موټر جوړونکو افغان ځوانانو ته نقدي ډالۍ ورکړې

ملا یعقوب موټر جوړونکو افغان ځوانانو ته نقدي ډالۍ ورکړې

تاند:( شنبه، د جدي لسمه) د طالبانو د حاکمې ادارې د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد هغو افغان ځوانانو ته نقدي ډالۍ ورکړې، چې ويل کيږي یو موټر یې تازه جوړ کړی او نندارې ته وړاندې کړی دی.

د دغه موټر ځینې تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، چې خوښي پرې څرګنده شوې او د افغان ځوانانو داسې لاسته راوړنې هيله بښونکې ګڼل شوي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د تخنيکي زده کړو انستیتوت له مرکز څخه لیدنه کړې او یاد شوي موټر جوړونکي یې په نقدي ډالۍ ستایلي.

د طالبانو چارواکو د يادو ځوانانو او جوړ کړي موټر په اړه ېې څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. کوم مور جوجول ؟؟؟؟؟؟؟ کومه فابریکه لري دوی خو ټول خپل ملت غلطوي !! اسلا م یې د عربو خپل اولس پرې ځوروي او ټکوي یې او غلوي یې ! د موټر ماشین یې له جاپانه ټېرونه له کوریا او نور سامان یې ټول له باندې خو ترمیم کړی یې دی افغانان په غلا او درواغو مشهور غله دي !
    غول په میتیازو مینځي او لمونځ کوي د نالتي تخم !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب